خالد محمدي
د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) یوه ویډیو خپره کړه او پکې لیدل کېدل چې له طالب ډلې سره اړوند ځواکونو په لومړي ځل څلور پروپیلر لرونکو ډرونونو (FPV) یا کوادکوپترو څخه د ځانمرګي برید لپاره کار اخیستل شوی دی. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ځواکونه په عملي ډول د ځانمرګي ډرونونو څخه په یوه نظامي برید کې استفاده کوي؛ هغههم د هغه هېواد پر ضد چې واک ته یې د طالبانو په بیا رسولو کې د هغوی کلک ملاتړ کړی دی.
د افغانستان د پخواني حکومت پر خلاف به طالبان له موټرو، موټرسایکلونو او کمربندونو څخه د ځانمرګو بریدونو لپاره کار اخیسته، خو په داسې بریدونو کې د ډرونونو کارول بېمخینې دي. له بلې خوا، په وروستیو میاشتو کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) له همدې ډول ځانمرګو ډرونونو څخه د پاکستاني پوځیانو د پوستو په نښه کولو، څارولو او د نظامي تاسیساتو د ویډیو اخیستنې لپاره په پر له پسې توګه کار اخلي. داسې احتمال شته چې ښایي ټي ټي پي د دې ډرونونو د کارونې او د هغو په وسیله د چاودېدونکو توکو د انتقال په تړاو له افغان طالبانو سره روزنیزه او تخنیکي مرسته کړې وي.
د المرصاد لهخوا په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې یو کوادکوپتر ډرون د شاوخوا ۶۰ میلیمتره (د راکټ د مرمۍ قطر) مرمۍ د پاکستاني پوستې پر سر ورغورځوي. راکټ له ځمکې سره تر ټکر وروسته چاودنه کوي او ثبت شوې انځورونه ښيي چې ډرون تر دې وروسته بېرته خپل لومړي ځای ته ستنېږي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستاني پوځیانو پر ضد د ځانمرګي ډرون د استعمال په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. خو د افغانستان یو خبریال سمیع یوسفزي د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په امر د پاکستاني پوستو په نښه کولو لپاره له ځانمرګو ډرونونو څخه کار اخیستل شوی دی.
تر دې وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې هم راپور ورکړی و، چې د شنبې د شپې بریدونه د ملا یعقوب په امر ترسره شوي او هغه په مستقیمه توګه د کندهار او هلمند ولایتونو د بریدونو څارنه کوله.

تر کرښې پورې غاړه تلفات
له طالبانو سره په وروستیو نښتو کې د پاکستاني پوځیانو د تلفاتو د زیاتوالي يو لامل د طالبانو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جغرافیې پېژندنه ده. د دې ډلې ډېر قومندانان کلونه په پاکستان کې اوسېدلي او د کرښې دواړو خواوو ته تلل-را تلل، له همدې امله د پاکستاني پوستو او قرارګاوو له موقعیتونو سره بلد دي. له جغرافیې سره دا بلدتیا د دې لامل شوې چې دوی پاکستاني ځواکونو ته زیات تلفات واړوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په وروستي برید کې «۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي»، خو د پاکستان پوځ یوازې د ۲۳ سرتېرو مرګ منلی دی. د مرګ ژوبلې دې شمېر او همدا راز د ځانمرګو ډرونونو د ویډیوګانو خپرېدو د پاکستان د پوځ او استخباراتو (ISI) ځواک او اعتبار له نوو پوښتنو سره مخ کړی دی.
د پخواني افغان حکومت او امریکایي او ناټو ځواکونو پر ضد طالبانو ډېر کم له ډرونونو څخه کار اخیسته، ځکه د هغو بیه په نړیوال بازار کې ډېره لوړه وه، خو د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره او د برېښنایي پرزو په ارزانه کېدو اوس د ډرون بیه راټیټه شوې او طالبان هڅه کوي له دې وسایلو څخه په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې هم ګټه واخلي.

د تېرو څلورو کلونو پر مهال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې او د اوکراین جګړې ته په کتو چې ځانمرګي ډرونونه پکې په پراخه کچه کارول کېږي او زیات اغېز لري، د دوی هم ورسره لېوالتیا زیاته شوې. دوی چې اوس مهال تجارتي ډرونونه په جګړو کې کاروي دا ښیي چې له موډرنو جګړو یې الهام اخیستی دی.
د طالبانو لپاره د موټر بمونو، ځانمرګو بریدګرو او د «انتحاري وسایلو» لرل تل د پوځي ویاړ نښه ده. دوی څو ځله ګاونډي هېوادونه په ځانمرګو بریدونو ګواښلي دي. د طالبانو لوړپوړو چارواکو لکه د دفاع وزیر ملا یعقوب او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو ویناوو کې له جنګیالیو غوښتي چې د نوو پوځي تجهیزاتو د کارولو مهارتونه زده کړي. ښکاري چې د وروستیو بریدونو پر مهال د ډرونونو کارول هم د همدې تګلارې له مخې ترسره شوي دي.
د طالبانو حکومت د باور وړ هوایي ځواک نه لري او یوازې څو هلیکوپترونه ورسره شته، هغه هم تخنیکي معاینې او ترمیم ته اړتیا لري. تر اوسه هېڅ هېواد، آن د طالبانو سیمهییزو ملاتړو هم له دې ډلې سره په هوایي برخه کې مرسته نه ده کړې. په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي د ارزانه ډرونونو په کارولو سره د خپل هوایي ځواک نیمګړتیا جبران کړي او د تهاجمي وړتیاوو کچه لوړه کړي.

طالبان او ټيټېپي په يوه قالب کې
د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د اقدام نه کولو پریکړې، د طالبانو او اسلاماباد اړیکې بېسارې خړې کړې دي. پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې څو څو ځلي له طالبانو غوښتي چې ټيټېپي قانع کړي تر څو په قبایلي سیمو کې جګړه ودروي، خو هېڅکله یې عملي او قانع کوونکی ځواب نه دی ترلاسه شوی.
طالبان نه غواړي پر ټيټېپي پوځي عملیات وکړي. د دې پرېکړې اصلي علت د دواړو ډلو تر منځ اوږدمهاله اړيکې دي. د ټيټېپي یو شمېر قومندانانو او جنګياليو د پخواني حکومت او امریکایي او ناټو ځواکونو پر ضد له طالبانو سره یو ځای جنګېدلي. سربېره پر دې، د دواړو ډلو د غړو تر منځ کورنۍ اړیکې هم رامنځته شوې دي.
کارپوهان باور لري چې د ټي ټي پي پر وړاندې د طالبانو هر ډول اقدام هغه که پوځي وي او که د فتوا په شکل، د طالبانو په لیکو کې د شخړو او درز خطر زیاتوي. ټيټېپي په پاکستان کې د طالبانو د حکومت په څېر د «اسلامي شریعت» د راوستلو ادعا کوي او د دې هېواد پوځ او استخبارات د داسې «سیکولر» جنرالانو تر لاس لاندې ګڼي چې «په لوېدیځ کې یې زدکړې» کړې دي او د «اسلامي شریعت» د پلي کېدو پروا نه لري. ټيټېپي د دوی پر ضد په قبایلي سیمو کې چې له افغانستان سره نږدې دي، د «جهاد» شعارونه ورکوي، خو که ټيټېپي په افغانستان کې وځپل شي، کېدای شي دا ډله د طالبانو له «دښمن» یعنې خراسان اسلامي دولت (داعش) ډلې سره اتحاد وکړي؛ داسې اتحاد چې د طالبانو د حکومت لپاره لوی خطر جوړولی شي.
د پاکستان پوځ یوه اونۍ وړاندې د افغانستان حریم نقض کړ او په کابل او پکتیکا کې یې په دې پلمه بریدونه وکړل چې ګواکې د ټيټېپي قومندانان یې په نښه کړي دي او طالبانو یې په غبرګون کې د شنبې په شپه د سویلي او ختیځو ولایتونو له څو ځایونو څخه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل. دا نظامي غبرګون ښيي چې طالبان حاضر نه دي ټيټېپي له پاکستان سره د خپلو اړیکو قرباني کړي. په تېرو څلورو کلونو کې هم د طالبانو لهخوا د دې ډلې د مهار نښې نه دي لیدل شوي؛ برعکس، طالبانو د ټيټېپي له تجربو او تکتیکونو، په ځانګړي ډول د ځانمرګو ډرونونو په کارونه کې الهام اخیستی دی.
ځانمرګي ډرونونه له ښوونیزې وسیلې بیا تر نظامي ګواښ پورې
څلور څرخ لرونکي ډرونونه چې سپکې بېپيلوټه او له لېرې کنټرولېدونکي الوتکې دي، له څلورو لیتیومي بیټریو، د الوتنې له کنټرولر او کوچنۍ کیمرې څخه جوړې وي. دا کیمره په خپلو وزرونو کې له لګول شویو کیمرو څخه ژوندی انځور خپل کنټرول یا مانیټور ته لېږي او له هماغه ځایه کنټرولېږي. دا چې دا ډرونونه د جوړښت له اړخه ساده دي، له همدې کبله په ویډیو اخیستنه او ورزشي لوبو کې په پراخه کچه کارول کېږي. همدې سادهوالي او اسانه لاسرسي دوی په خطرناکو احتمالي وسایلو بدل کړي دي. بېلابېل سوداګریز ډولونه یې د یو څه بار د لېږ وړتیا لري اوهمدې چارې یو شمیر حکومتونو او وسله والو ډلو لکه ټي ټي پي او طالبانو ته زمینه برابره کړې چې په وسیله یې چاودېدونکي توکي ولېږدوي او ان د ځانمرګو بریدګرو په توګه یې وکاروي.
د پوځي ټکنالوژۍ کارپوهان باور لري چې د دې ډرونونو ازاد لاسرسي، اسانې زده کړې او ټیټو بیو یو نوی ګواښ رامنځته کړی او په څو کچو کې باید ورسره مقابله وشي: د حساسو پرزو پر خرڅلاو او صادراتو څارنه، د کشف او اخلال تجهیزات پراخول، د امنیتي ځواکونو روزنه تر څو د کوچنیو هوایي خطرونو پر وړاندې ودرېږي او د هیوادونو تر منځ سیمهییزه استخباراتي همکاري. پرته له دې تدابیرو، کوچني او ارزانه ډرونونه په مرګونو وسیلو بدلېدلای شي او د طالبانو او ټي ټي پي په څېر ډلو لاس ته که ولوېږي، پایلې به یې خطرناکې وي ځکه چې هغوی هیڅ ډول جګړییزو اصولو ته ژمن نه دي او یوازې د خپلو اهدافو لپاره هڅې کوي.
