پکتیکا کې د کرکټ پر لوبغاړو د پاکستان برید؛ د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره خپلې لوبې لغوه کړې

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې د کرکټ پر لوبغاړو د پاکستان د هوايي برید وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د دې پیښې په غبرګون کې یې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سره راتلونکې شل اوریزې سیالۍ لغوه کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ تیره شپه (جمعه، ۲۵ د تلې) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د کرکټ پر لوبغاړو د پاکستان د هوايي برید له امله د درې لوبغاړو (کبیر، صبغت الله او هارون) په ګډون ۸ تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه لوبغاړي پرون ماسپښین په یوه سیمه ییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته ورغلي وو او له لوبې وروسته ارګون ولسوالۍ ته د ستنېدو پر مهال په دمه ځای کې د پاکستان د برید ښکار شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو له کورنیو سره د غم شریکۍ ترڅنګ دا پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بللې او قربانیانو ته د درناوي په موخه یې د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغوه کړي او ویلي یې دي چې په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون نه کوي.

د پاکستان پوځ پرون ماښام (جمعه، ۲۵ د تلې) د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په ځینو برخو بمباري وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون راپور ورکړ چې د ارګون کرکټ ټیم لوبغاړي چې په یوه کور کې میلمانه وو، د پاکستان په هوايي برید کې په نښه شوي دي.

الجزیرې د طالبانو د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

ملي تلویزیون راپور ورکړ چې په دې بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه تېره اونۍ پیل شوې او د دواړو خواوو ترمنځ له اوربند سره سره د پاکستان هوایي بریدونه دوام لري او پرلپسې توګه د افغانستان پر خاوره تیری کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه