پاکستان د کراچۍ بندر څخه د افغان سوداګریزو توکو لیږد وځنډاوه

اطلاعات روز: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو وروسته اسلام آباد د کراچۍ بندرونو څخه د افغان سوداګریزو توکو لیږد ځنډولی دی.

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د فدرالي عوایدو بورډ (FBR) د افغانستان د ترانزیټي محمولو د بار وړونکو کانټینرونو د تخلیې امر صادر کړی دی.

نیوز انټرنیشنل راپور ورکړی، چې د کراچۍ د ګمرک د سوداګرۍ او ترانزیټ د مرکزي ادارې په دفتر کې تر یوې ناستې وروسته، یو عمومي ګمرکي امر صادر شوی دی. په دغه امر کې ویل شوي چې د افغانستان د سوداګریزو محمولو لېږد به تر نامعلومې مودې پورې ودرول شي، ځکه د کوټې او پېښور ګمرکي مرکزونه د اضافي کانتینرونو د منلو وړتیا نه لري.

دې رسنۍ زیاته کړې، چې ټولو ترمینلونو ته امر شوی چې هغه کانټینرونه چې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ لپاره په وسایطو کې بار شوي تخلیه کړي، د افغانستان د ترانزیټ دروازې ټول جوازونه لغوه کړي او د لېږد بهیر ودروي. د کراچۍ بندر او د قاسم بندر ټولو ترمینلونه د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ د مالونو د تصفیې عملیات درولي دي.

د افغانستان د وارداتو او صادراتو لویه برخه د پاکستان د ځمکنیو او سمندري بندرونو له لارې ترسره کېږي.

پاکستان په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو سره د تاوتریخوالي او نښتو وروسته له افغانستان سره پر کرښه ټولې دروازې تړلي، چې له امله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري صفر کچې ته راټیټه شوې.

د سې شنبې په شپه د دواړو خواوو ترمنځ جګړه سخته شوه، خو د چهارشنبې په ماښام اعلان وشو چې دواړو خواوو د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند کړی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه