اروپایي ټولنه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې سیمه د نوې بې ثباتۍ پر لور ټېل وهي

اطلاعات روز: د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې سیمه د نوې بې ثباتۍ له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړې ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار سره یې اړیکه نیولې چې په څرګنده توګه ټولې ترهګریزې کړنې وغندي.

کالاس لیکلي: «له افغانستان سره نښتې د دواړو خواوو ژوند اخلي او سيمه د نوې بې ثباتۍ له ګواښ سره مخ کوي. د اوربند غځول او د تاوتريخوالي کمول د ټولو اړخونو له‌خوا ډېر مهم دي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند پرون ماښام وغځول شو. خو، د پاکستان پوځ پرون ماښام په پکتیکا ولایت کې هوایي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې د کرکټ لوبغاړو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی د جګړې نیت نه لري او که چیرې د افغانستان پر خاوره برید وشي نو ځواب به ورکړي.

مجاهد زیاته کړې چې دا ډله چمتو ده چې د مسئلې د حل لپاره له پاکستان سره خبرې وکړي.

نوموړي دغه راز په یو تازه بیان کې ویلي، چې له پاکستاني اړخ سره د مذاکراتو په موخه د دې ډلې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په مشرۍ یو پلاوی قطر ته روان شوی دی.

نوموړي د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم نقض او پر پکتیکا د یاد هیواد پروني هوایي بریدونه غندلي او ویلي یې دي: «له دې سره سره چې اسلامي امارت د پاکستاني فوځیانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوی په منظور دې د اسلامي امارت مجاهدین له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.»

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه