اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په بادغیس کې په قتل تورن یو کس باندې عام محضر کې د قصاص حکم عملی شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره کړې اعلامیه کې د دغه سړي هویت «اسماعیل» ښودل شوی او ویل شوي چې هغه یو سړی او یوه ښځه، چې نومونه یې «دوستمحمد» او «ګلبرګه» دي، د جوند په ولسوالۍ کې په ډزو وژلي وو.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د اسماعیل د قصاص حکم د دې ډلې په درې محکمو کې تایید شوی او بیا وروسته د طالبانو مشر هم تایید او د عملي کولو امر یې صادر کړی دی.
د طالبانو د سترې محکمې په وینا، د وژل شوو کسانو کورنیو ته د بښنې او پخلاینې وړاندیز شوی و، خو له ردېدو وروسته یې د قصاص د حکم د پلي کېدو امر صادر شو.
دې محکمې زیاته کړې چې تورن نن (پنجشنبه، ۲۴ د تلې) د بادغیس په لوبغالي کې اعدام شوی دی.
دا د طالبانو له خوا د واک ته له راستنېدو راهیسې یوولسم کس دی چې په عام محضر کې اعدامېږي، او په بادغیس کې دوهم کس دی چې د اعدام سزا ورکول کېږي.
دې ډلې تر دې مخکې په فراه، غزني، لغمان، جوزجان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د سلګونه کسانو د سترګو پر وړاندې لس نور کسان اعدام کړي دي.
