اطلاعات روز: د نورستان ولایتي مسوولان وایي، چې د بارانونو د ورښت او د سېلابونو د راتلو له امله، د دغه ولایت په مرکز پارون کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې د نن ورځې د سیلابونو له مله ۶۰ نادرکه شوي، د ۶ کسانو جسدونه موندل شوي او دغه راز ۳۵ میلیونه ډالر مالي زیانونه اوښتي دي.
هغه ویلي، د سیلابونو له امله د ښاروالۍ ودانۍ، یو هوټل، پارک، پلونه، د مخابراتي شبکو استازولۍ، څو نور هوټلونه، یو شمېر ادارې او ګڼ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
چارواکو زیاته کړې سیمې ته ژغورونکي ټيمونه رسېدلي او د جسدونو په پیدا کولو بوخت دي.
