د عمان د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د سمندري محاصرې د اعلان په غبرګون کې ویلي، چې دوی د سره سمندر روان حالات په ژوره اندېښنه لري.
دې وزارت نن (پنجشنبه،۱ د زمري) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د عمان حکومت د وضعیت له لا خرابېدو، د تاوتریخوالي له زیاتېدو او هر هغه ګواښ څخه د ډډې کولو پر اړتیا ټینګار کوي، چې د سمندري تګراتګ ازادي له خطر سره مخامخوي.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له سعودي عربستان، یمني لورو او د یمن لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په همغږۍ هڅه کوي، څو سیاسي بهیر بېرته پیل او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د لارې نقشه عملي شي.
د یمن حوثیانو له سعودي عربستان سره د کړکېچ تر زیاتېدو وروسته، له دې هېواد سره اوربند پای ته رسولی او پر وړاندې یې سمندري محاصره اعلان کړې ده.
د دغې پرېکړې له اعلان وروسته، د سعودي عربستان د خامو تېلو یو شمېر ټانکرونو خپل مسیر د سره سمندر له لارې بدل کړ، او حوثیانو د سمندري محاصرې د پلي کولو لپاره پر دوو نفت وړونکو بېړیو هم بریدونه وکړل.
که د هرمز تنګی هم تړلی پاتې شي، نو په سره سمندر کې رامنځته شوی ګواښ به د نړیوالو بېړیو د تګراتګ ازادي محدوده کړي او ښايي په ټوله نړۍ کې د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شي.
