اطلاعات روز: د نورستان په مرکز پارون ښار کې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې خونړي سیلاب له امله تر خاورو لاندې د یو شمېر بند پاتې کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.
نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وایي، د سیلاب له امله تر خاورو لاندې جسدونو د لټون عملیات لا هم روان دي.
فریدون صمیم نن (پنجشنبه۱ د زمري) ویلي، چې یاد مرګوني سیلاب له امله د مړو شویو ۲۲ کسانو جسدونه موندل شوي، خو د پاتې نورو د لټون عملیات روان دي.
هغه زیاتوي چې د دغه مرګوني سیلاب له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
نوموړي ویلي، د یو شمېر مرستندویه ادارو له لوري د سیلاب له اغېزمنو شویو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو لومړنۍ مرستې رسېدلې دي.
د نوموړي په خبره، د دغه سیلاب امله خصوصي سکتور او یو شمېر دولتي ادارو ته شاوخوا ۳۵ مېلیونه ډالر مالي زیانونه هم اوښتي دي.
په همدې حال نورستان کې سیلاب ځپلي نیوکه کوي چې طالبانو تر خاورو لاندې جسدونو د موندلو په عملیاتو کې له ناغېړۍ کار اخېستی دی.
سیلاب ځپلي شکایت کوي چې د سیلاب له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، خو د څلورو ورځو په تېرېدو لا هم دوی سر لازمې مرستې نه دي شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د لویدیځ نورستان په منډول ولسوالۍ کې ۲۷ کسان ټپیان او ځایي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
نورستان کې د سیلابونو څلورمه ورځ او د طالبانو ناغېړي؛ د درېیو کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
