په ارزګان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو کمکي ځوان د ټوپک په ډزو ځان وژلی او مړ شوی دی.
په ارزګان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند بلال ارزګاني ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ٢٦ د زمري) د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار اړوند «سرخوم» سیمه کې شوې ده.
د هغه معلوماتو له مخې، یاد ځوان له یو بل کس سره له لفظي شخړې ورورسته ځان ٔوژلی دی.
نوموړی زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او د پېښې لومړنۍ څېړنه یې ترسره کړې ده.
بې روزګاري، اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی د دا ډول پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
