له امریکا د ایستل شوو شپږو افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته انتقال

photo by Mani Albrecht

د ګویان حکومت اعلان کړی چې شپږ افغان او کیوبايي کډوال، چې له امریکا ایستل شوي، دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ګویان د بهرنیو چارو وزیر رابرټ پرساد ویلي چې دغه کسان د جمعې په ورځ ګویان ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې د ګویان حکومت د دغو کسانو مخینه څېړلې او ډاډ یې ترلاسه کړی چې هغوی جرمي سابقه نه لري، له همدې امله یې ګویان ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

د ګویان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه شپږ کسان د دوی د کډوالۍ د وضعیت اړوندو ستونزو له امله له امریکا ایستل شوي دي.

پرساد ویلي چې د ګویان حکومت له امریکا سره له څو میاشتو خبرو وروسته دې هوکړې ته رسېدلی چې د دغو کسانو کوربه‌توب وکړي.

د هغه په وینا، دغه هوکړه به د یوه کال لپاره عملي وي او دا په دې معنا نه ده چې دغه کسان به په دایمي ډول په ګویان کې مېشت شي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، هغه کسان چې د حکومت په مرسته د «رضاکارانه بېرته ستنېدو» د پروګرام له لارې ګویان ته انتقال شوي، تر هغې به په دغه هېواد کې پاتې شي چې د دوی د کډوالۍ وضعیت معلوم شي. دغه کسان ښايي په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته ولېږل شي یا بل هېواد ته انتقال شي.

د ګویان چارواکو ویلي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغه پروګرام د عملي کولو مسوولیت لري او د ګویان حکومت به د دغو کسانو د استوګنې یا ملاتړ لګښت نه ورکوي.

ګویان د جنوبي امریکا په شمال ختیځ او د کارابین په سیمه کې یو کوچنی هېواد دی چې له امریکا سره یې هوکړه کړې څو د امریکا ځینې ایستل شوي کډوال ومني.

امریکا هڅه کوي چې د ځینو کډوالو د دوسیو تر څېړنې پورې هغوی په درېیمو هېوادونو کې د «بېرته ستنېدو په مرکزونو» کې وساتي او په دې برخه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته