د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د یمن ستونزې د پوځي ملګرتیا له لارې نه شي حل کېدای

Oplus_131072

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یمن د وروستیو تحولاتو په غبرګون کې ویلي، چې د یمن ستونزې د محاصرې د دوام او د پوځي ائتلافونو له جوړولو سره نه شي حل کېدای.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه، د وږي ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې د یمن د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دغه وزارت د یمن محاصره «غیرقانوني او غیرانساني» بللې او ویلي یې دي چې «د یمن اړوند ستونزې د محاصرې د دوام او پوځي ائتلافونو له جوړولو سره نه شي حل کېدای.»

په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې اوس مهال په یمن کې روان دي، له تېرو څه باندې لسو کلونو تحولاتو څخه جلا نه شي ګڼل کېدای. د یمن ستر او شریف ملت، چې د یوه روښانه او تاریخي تمدن وارثان دي او تل یې د سیمې او نړۍ په تاریخ کې ټاکونکی او ویاړلی رول لوبولی، حق لري چې له فشار، ګواښ او ظالمانه محاصرې پرته په عزتمندانه توګه ژوند وکړي او د هغوی ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په بشپړه توګه درناوی شي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په لوېدیځه اسیا او د سره سمندر په سیمه کې امنیت او ثبات به د یمن د خلکو د حقونو له رعایت پرته رامنځته نه شي.

دغه وزارت د خبرو اترو پر سمدستي بیا پیل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران چمتو دی، څو د هوکړه شوي نقشې پر بنسټ د یمن د ستونزو د حل لپاره همکاري وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یمن یو ځل بیا د یوه پراخې او بشپړې جګړې له ګواښ سره مخ شوی دی.

د یمن حوثیانو، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد د رسمي حکومت پر مرکزونو پراخ بریدونه پیل کړي او پرون یې د باب‌المندب تنګي پر لور له پرمختګ وروسته، د مخا بندري ښار نیولی دی.

د یمن رسمي حکومت، چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی، د دغه هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه خاوره، خو یوازې ۳۰ سلنه نفوس تر خپل کنټرول لاندې لري. په مقابل کې، حوثیان شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره، چې پلازمېنه صنعا هم پکې شامله ده، او د هېواد ۷۰ سلنه نفوس تر خپل کنټرول لاندې لري.

په همدې حال کې، په یمن کې د حوثیانو له پرمختګ او د سعودي عربستان پر خاوره او ګټو د بریدونو له پیل سره، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» د فعالېدو احتمال هم زیات شوی دی.

رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی، څو په یمن کې خپل حوثي متحدین مهار کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې هغه بریدونه چې د سعودي عربستان خاورې ته وغځېږي، ښايي د مکې دفاعي تړون فعال کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته