د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورسېد

Oplus_131072

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، ژیل برتران، اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د استازیتوب دوره پای ته رسېدلې ده.

هغه نن (پنج‌شنبه، د وږي ۱۹مه) پر «اېکس» لیکلي چې خپل ماموریت په دې باور پای ته رسوي چې «د افغانستان د ملت د ټولو قشرونو ترمنځ خبرې اترې د راتلونکي لپاره یوازینۍ لار ده».

ژیل برتران زیاته کړې: «د دې هېواد ښځې او ځوانان کولی شي د خپل هېواد د لا ښه راتلونکي په جوړولو کې مهمه ونډه ولري.»

هغه ویلي چې افغانستان او د دغه هېواد خلک د اروپا لپاره اهمیت لري او له ۲۰۲۱ کال وروسته د اروپايي ټولنې اصولي تګلاره، پرته له دې چې طالبان عادي یا مشروع وپېژني، د دې اهمیت څرګندونه کوي.

د اروپايي ټولنې پخواني ځانګړي استازي په پای کې ویلي چې له طالب چارواکو سره د ژورو اختلافونو سربېره، له دې ډلې سره هغو درناوي ډکو تعاملاتو ته ارزښت ورکوي چې ده ورسره لرلي دي.

ژیل برتران د تېر لمریز کال په میزان میاشت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه معرفي شوی و.

هغه په دې موده کې څو ځله افغانستان ته سفر کړی او په کابل کې یې له طالب چارواکو، ډیپلوماټانو، خبریالانو او مدني فعالانو سره لیدنې او خبرې کړې دي.

ژیل برتران په خپل وروستي سفر کې چې د روان لمریز کال په ثور میاشت کې یې افغانستان ته کړی و، ویلي وو چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښمنه ده.

هغه تر دې وړاندې هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کړې او د دغو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته