نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د یمن حوثیانو د المخا ستراتیژیک بندري ښار کنټرول په لاس کې اخیستی او د بابالمندب تنګي پر لور د پرمختګ په حال کې دي.
عیني شاهدانو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی حوثي ځواکونه ښار ته د ننوتلو پر مهال لیدلي، چې «پر امریکا دې مرګ وي، پر اسرائیلو دې مرګ وي» شعارونه یې ورکول.
رویټرز هم لیکلي چې له ایران سره همغږي حوثیان د بابالمندب تنګي د فشار د یوې وسیلې په ترلاسه کولو کې یو بل ګام مخکې تللي دي؛ دا تنګی د نړۍ د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ له مهمو سمندري لارو څخه دی.
د یمن په حکومت کې څلورو پوځي سرچینو ویلي چې حوثیان د المخا تاریخي بندر او ذباب په څېر ساحلي ښارونو د بشپړ کنټرول اخیستو ته نږدې شوي دي. دغه ښارونه د بابالمندب تنګي په مستقیمه کرښه کې موقعیت لري. سرچینو زیاته کړې چې حوثیان هڅه کوي د یمن د سور سمندرګي ټوله ساحلي سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومت د ځواکونو او حوثیانو ترمنځ نښتې لا پسې زیاتې شوې دي. د یمن حکومت د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دی.
رویټرز لیکلي چې دغه نښتې د ایران د جګړې یوه بله جبهه جوړوي؛ هغه جګړه چې د نړۍ د انرژۍ سرچینې او اکمالات له ګواښ سره مخ کوي.
بابالمندب چې معنا یې «د اوښکو دروازه» ده، دغه نوم یې په سیمه کې د سمندري تګ راتګ د خطرناکو شرایطو له امله ترلاسه کړی. دا تنګی د سور سمندرګي په جنوبي برخه کې موقعیت لري او د عربي ټاپووزمې یمن له افریقا سره، چې جیبوتي او اریتریا پکې موقعیت لري، بېلوي.
له همدې امله بابالمندب د حوثیانو لپاره یو مهم ستراتیژیک هدف بلل کېږي. حوثیان د یمن تر ټولو ګڼ مېشتې سیمې او د دغه هېواد د شمال یوه لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.
