د اسرائیلو پوځ وایي چې د لبنان په جنوب کې یې د «علي طاهر» په غونډۍ کې د حزبالله تر ځمکې لاندې زیربناوې له منځه وړې او هغه امنیتي سیمه یې بشپړه کړې چې د جوړولو هڅه یې کوله.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې دا عملیات د پنجشنبې شپې (۱۹ د وږي) پر مهال د اسرائیلو د شمالي سیمو پر وړاندې د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه ترسره شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د علي طاهر غونډۍ د چاودنو ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې «په لبنان کې د ایران تر ټولو ستر له هېواده بهر پوځي اډه» له منځه وړل شوې ده.
د امریکا د زلزلهسنجي مرکز ویلي چې د سیمې د چاودنو شدت د ریشتر په کچه د ۴.۱ درجې په اندازه لړزه رامنځته کړې وه.
د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې شاوخوا دوه کیلومتره اوږده د تونلونو شبکه له منځه وړل شوې چې د قوماندې مرکزونه، د وسلو زېرمتونونه او د استوګنې ځایونه پکې شامل وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د حزبالله د «بدر» قطعې اړوند د قوماندې یو مرکزي مرکز او «لسګونه راکټونه، توغندي او په ایران کې جوړ شوي بېپیلوټه الوتکې، همدارنګه پیکا او سلګونه ماینونه او لاسي جوړ شوي بمونه» موندل شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز هم د دې عملیاتو له ترسره کېدو وروسته ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
نتانیاهو او کاتز ویلي چې د علي طاهر غونډۍ زیربناوې له دوو لسیزو څخه د زیاتې مودې راهیسې د ایران په مالي ملاتړ او پلان جوړونې رامنځته شوې وې او ټاکل شوې وه چې د اسرائیلو پر ضد په عملیاتو، په ځانګړي ډول د کریات شمونه او متولا پر لور د ډزو په هدایتولو کې ترې کار واخیستل شي.
دوی ویلي چې د دغو زیربناوو په ویجاړولو سره په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو د «امنیتي سیمې» جوړول بشپړ شوي دي.
د نتانیاهو او کاتز په وینا، اسرائیلي ځواکونه به په دې سیمه کې پاتې شي، څو حزبالله بېرته سیمې ته له ستنېدو او د خپل پوځي ځواک له بیا رغولو څخه منع کړي.
