د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، کاناډا د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۱.۳ میلیونه کاناډايي ډالر مرسته کړې ده.
دغه ادارې نن (پنجشنبه، د وږي ۱۹مه) په اېکس کې د یوه پوسټ له لارې د دې مرستې له امله د کاناډا له حکومت څخه مننه کړې ده.
اوچا ویلي، د کاناډا د حکومت دوامداره ملاتړ له بشري مرستو سره همکارو ادارو سره مرسته کوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو زیانمنو او اړمنو کسانو ته لاسرسی پیدا کړي.
د اوچا د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو بشري مرستندویه ادارو د ۱۷.۵ میلیونه کسانو ته رسېدنه لومړیتوب ګرځولې ده.
اوچا د دغو کسانو د مرستې لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو د کال له پیل څخه د نهو میاشتو تر تېرېدو وروسته تر اوسه یوازې ۳۰.۲۱ سلنه دغه بودجه برابره شوې ده.
