په غور کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغه ډلې د والي پر دفتر د لاسي بم برید تایید کړی او ویلي یې دي چې لاسي بم د ولایت مقام ودانۍ د ننوتلو دروازې ته څېرمه چاودلی دی.
په غور کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري طلوعنیوز ته ویلي چې بریدګر د طالبانو د ځواکونو لهخوا وژل شوی او د لاسي بم د چاودنې له امله یو ماشوم ټپي شوی دی.
تر دې وړاندې «د افغانستان متحدې جبهې» ویلي وو چې ځواکونو یې په غور کې د طالبانو د والي پر دفتر برید کړی دی. د دې جبهې په وینا، په دغه برید کې د طالبانو د والي یو ساتونکی وژل شوی او اته نور کسان یې ټپیان شوي دي.
د دې جبهې په اعلامیه کې ویل شوي وو چې په غور کې د طالبانو والي حیاتالله مبارک له دغه برید څخه روغ وتلی دی.
خو په غور کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د بریدګر د هویت او له مخالفو جبهاتو سره د هغه د تړاو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
