امریکا په قطر کې د سیلیه کمپ تړل نهه میاشتې ځنډولي

Oplus_131072

د امریکا متحده ایالاتو په قطر کې د سیلیه کمپ د فعالیت موده، چې له زرو څخه ډېر افغان پناه‌غوښتونکي پکې اوسېږي او ټاکل شوې وه چې نن چهارشنبه، د میزان په ۸مه، وتړل شي، د نورو نهو میاشتو لپاره وغځوله.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د شوې هوکړې له مخې به دغه کمپ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په سیلیه کمپ کې ۱٬۰۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي له کلونو راهیسې امریکا ته د انتقال په تمه دي. له دوی څخه تر ۷۰ سلنې ډېرې ښځې او ماشومان دي.

د روان کال په جون میاشت کې راپورونه خپاره شول چې د امریکا حکومت غواړي دغه کسان، چې ډېری یې د پخوانیو هغو افغانانو د کورنیو غړي دي چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی، د افریقا هېواد کانګو ته ولېږدوي.

وروسته د کډوالو د ملاتړ ادارو او د امریکا د کانګرس ځینو غړو له حکومت څخه وغوښتل چې دا پرېکړه لغوه کړي او دغه پناه‌غوښتونکي د امریکا خاورې ته انتقال کړي.

په وروستي اقدام کې، د کانګرس څلورو غړو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کورني امنیت وزارت ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې دغه پناه‌غوښتونکي له بې‌سرنوشتۍ څخه وژغوري او د ۲۰۲۷ مالي کال په ترڅ کې یې له سیلیه کمپ څخه امریکا ته انتقال کړي.

د تېر کال په ترڅ کې امریکا ته د افغان وګړو د ننوتلو له بشپړ بندیز وروسته، یوازې پنځه افغان پناه‌غوښتونکي توانېدلي چې د امریکا د کډوالۍ قانون له استثنايي لارو څخه په استفادې دغه هېواد ته داخل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته