اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د فلایدبي یوه الوتکه چې له دوبۍ څخه تلابیب ته روانه وه، د بېړني سیګنالونو او د الوتکې د تښتونې د خبرداري کوډ له لېږلو وروسته خپل مسیر بدل کړ او په سعودي عربستان کې یې بېړنۍ ناسته وکړه.
د «ټایمز آف اسرائیل» ورځپاڼې د راپور له مخې، دې الوتکې نن چهارشنبه، د تلې په ۸مه، له دوبۍ څخه تلابیب ته د الوتنې پر مهال، د سعودي عربستان له فضا څخه لومړی د ۷۷۰۰ کوډ واستاوه چې د عمومي بېړني حالت ښکارندوی دی. وروسته یې د لنډ وخت لپاره ۷۵۰۰ کوډ واستاوه؛ دا هغه کوډ دی چې په نړیوال هوايي چلند کې د «غیرقانوني مداخلې» او د احتمالي الوتکې تښتونې لپاره کارول کېږي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، الوتکې هممهاله خپل مسیر د سعودي عربستان پر لور بدل کړ او ارتفاع یې راکمه کړه.
د خبرداري له ترلاسه کېدو وروسته، د اسرائیلو د هوايي ځواک څو جنګي الوتکې د وضعیت د څېړلو لپاره هوا ته پورته شوې.
په همدې وخت کې، د الوتکې د تښتونې د خبرداري له خپرېدو سره سم، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع وزیر اسرائیل کاتز بېړنۍ امنیتي غونډه ترسره کړه.
«ټایمز آف اسرائیل» لیکلي چې الوتکه له شاوخوا ۱۸۰ سرنشینو سره د سعودي عربستان په شماللوېدیځ کې د تبوک هوايي ډګر پر لور ولاړه او هلته یې ناسته وکړه.
د الوتکې له ناستې وروسته، د اسرائیلو له امله شوي وي. خو د دې پېښې جزئیات تر اوسه د فلایدبي شرکت، د متحده عربي اماراتو یا سعودي عربستان د هوايي چلند چارواکو له خوا په رسمي ډول نه دي اعلان امنیتي سرچینو ویلي چې د الوتکې د تښتونې احتمال رد شوی دی.
د امنیتي سرچینو په وینا، د خبرداري کوډونو لېږل ښايي د «دوو پیلوټانو ترمنځ د شخړې» له امله شوي وي. خو د دې پېښې جزئیات تر اوسه د فلایدبي شرکت، د متحده عربي اماراتو یا سعودي عربستان د هوايي چلند چارواکو له خوا په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.
