فاطمه زهرا منصوري، په پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند له بریا وروسته، د مراکش لومړنۍ ښځه شوه چې د لومړۍ وزیرې مقام ته رسېږي.
د مراکش شاهي ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد پاچا محمد شپږم د سهشنبې په ورځ، د تلې په ۷مه، فاطمه زهرا منصوري د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.
د شاهي ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پاچا محمد شپږم مېرمن منصوري د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکلې او هغې ته یې د نوي حکومت د جوړولو دنده سپارلې ده.
فاطمه زهرا منصوري د «اصالت او مدرنیته» ګوند مشره ده. دغه ګوند د تېرې اوونۍ په پارلماني ټاکنو کې د استازو جرګې له ټولټال ۳۹۵ څوکیو څخه ۹۷ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د «ملي ټولنې د آزادانو» ګوند، چې په تېره دوره کې یې د حکومت مشري کوله، ۳۶ څوکۍ له لاسه ورکړې او د ۶۶ څوکیو په ترلاسه کولو سره دویم ځای ته راغلی دی. د «استقلال» ګوند په ۶۵ څوکیو سره په مراکش پارلمان کې درېیم ځای خپل کړی دی.
څرنګه چې هېڅ ګوند د پارلمان د ۱۹۸ څوکیو مطلق اکثریت نه لري، منصوري باید د حکومت د جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره خبرې او ائتلاف وکړي. هغې تر دې مخکې ویلي وو چې د ائتلافي خبرو په برخه کې کومه «سره کرښه» نه لري.
منصوري ۵۰ کلنه او حقوقپوهه ده. هغې تر دې مخکې د ښار جوړونې او کور جوړونې د وزیرې او د مراکش ښار د ښاروالې په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړې په ۲۰۰۹ کال کې د مراکش د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه وټاکل شوه او د ۲۰۲۱ کال له ټاکنو وروسته یې بیا دغه دنده ترلاسه کړه.
فاطمه زهرا منصوري له ۲۰۲۱ کال راهیسې د مراکش په حکومت کې د ځمکني پلان جوړونې، ښار جوړونې، کور جوړونې او ښاري پالیسۍ د وزارت مسؤلیت هم پر غاړه درلود.
د هغې په ټاکل کېدو سره، مراکش له تونس وروسته د عربي نړۍ دویم هېواد شو چې یوه ښځه یې د حکومت مشره شوه. په تونس کې نجلا بودن د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر اګست پورې لومړۍ وزیره وه.
