د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له بریتانیا سره د ۲۰۲۵ کال د «یو پر وړاندې یو» په نوم د کډوالۍ د تړون د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي. دغه تړون د هغو کډوالو د شمېر د کمولو په موخه شوی و چې په وړو کښتیو کې په ناقانونه توګه د مانش کانال له لارې انګلستان ته اوړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې «له دغه تړون څخه د وتلو د شرایطو په اړه خبرې روانې دي» او په دې اړه یې د «لوموند» ورځپاڼې راپور هم تایید کړی دی.
د دغه تړون له مخې، بریتانیا به هغه بېاسناده پناهغوښتونکي چې په وړو کښتیو کې دې هېواد ته داخلېدل، بېرته فرانسې ته ستنول؛ په بدل کې به فرانسې څخه د هماغه شمېر هغو پناهغوښتونکو د منلو ژمنه کوله چې په بریتانیا کې یې د کورنۍ اړیکې لرلې او د منلو شرایط یې پوره کول.
د تړون له شرایطو سره سم، له بریتانیا څخه فرانسې ته د یوه کس د لېږد لپاره ټاکل شوی هدف دا و چې د هغه کس بریتانیا ته له ننوتلو وروسته، دغه پروسه تر ډېرو دریو میاشتو کې ترسره شي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د فرانسې د دې پرېکړې په اړه، چې غواړي دغه تړون پای ته ورسوي، کومه څرګندونه نه ده کړې.
