د امریکا د استازو جرګې درې ډیموکرات غړو، د کانګرس د ۷۴ نورو غړو په ملاتړ، د دغه هېواد د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ته په یوه لیک کې په ایران کې پر ملکي وګړو د درېیو مرګونو بریدونو په اړه د وضاحت، د پوځي څېړنو د پایلو د خپرولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امریکا د پوځ د اقداماتو د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د کولوراډو استازي او د امریکا د استازو جرګې د وسلهوالو ځواکونو د کمېټې غړي جېسن کرو، د اریزونا استازې یاسمین انصاري او د کالیفورنیا استازې سارا جېکوبز، د ۷۴ نورو استازو په ملاتړ، دغه لیک د سېشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) خپور کړی دی.
جېسن کرو چې پخوا یې د امریکا د پوځ په رېنجر او پراشوټي ځواکونو کې دنده ترسره کړې، د امریکا په کانګرس کې د «وسلهوالو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب ډلې» غړی دی.
کرو، انصاري او جېکوبز په خپل لیک کې درې بریدونو ته اشاره کړې ده؛ د کوهستک ښار د واده پر مراسمو، د میناب ښار د نجونو پر ښوونځي او د لامرد ښار پر ورزشي لوبغالي بریدونه.
دوی ویلي، د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د ایران په جنوب کې د کوهستک ښار د واده پر مراسمو په برید کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي، چې دوه یې څلور او ۱۶ کلن هلکان وو، وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د کانګرس دغو غړو د «واشنګټن پوسټ» د راپور په حواله ویلي، د عملیاتو په اړه یوه خبر کس په دې برید کې د امریکا د ښکېلتیا احتمال او د «هدایت کېدونکي بم» د کارولو امکان لوړ بللی دی.
دوی د فبرورۍ ۲۸مې نېټې دوو نورو بریدونو ته هم اشاره کړې، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د جګړې لومړۍ ورځ وه.
د کانګرس د غړو په وینا، د میناب ښار د «شجره طیبه» د نجونو پر ښوونځي په برید کې ۱۷۵ ملکي وګړي، چې ۱۲۰ یې ماشومان وو، وژل شوي دي.
د لیک لیکونکو ویلي، راپورونه ښيي چې د امریکا د جګړې وزارت په لومړنیو څېړنو کې د دې برید مسؤلیت د امریکا پوځ ته منسوب کړی و؛ خو له شاوخوا شپږو میاشتو تېرېدو سره سره، پنټاګون نه په علني ډول مسؤلیت منلی او نه یې د څېړنو پایلې خپرې کړې دي.
د کانګرس غړو بل برید په همدې ورځ د لامرد ښار پر یوه ورزشي سالون یاد کړی، چې د ځوانانو لهخوا کارول کېده. په دې برید کې ۲۱ ملکي وګړي، چې اووه یې ماشومان وو، وژل شوي دي.
د لیک لیکونکو ویلي، د وسلو د کارپوهانو شننې ښيي چې د برید له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ بڼه د امریکا له «پرېسیژن سټرایک» توغندي سره سمون لري.
دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون تر اوسه د دغو درېیو بریدونو د هېڅ یوه مسؤلیت په رسمي ډول نه دی منلی؛ که څه هم ایران په پرېکنده ډول د دغو بریدونو پړه د امریکا پر پوځ اچولې ده.
د کانګرس غړو په خپل لیک کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ ادارې په پوځ کې د ملکي وګړو د خوندیتوب اړوند څانګه کوچنۍ کړې، چې ښايي په یادو بریدونو کې د امریکا د ښکېلتیا احتمال زیات کړي.
دوی ویلي، د امریکا د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د «ملکي وګړو د زیانونو د کمولو او پر وړاندې یې د غبرګون» پروګرام د کارکوونکو شمېر له لسو څخه یوه بشپړمهاله کارکوونکي ته راکم شوی دی. همداراز، د «ملکي وګړو د خوندیتوب د تخصصي مرکز» د کارکوونکو شمېر له ۳۰ څخه اوو تنو ته راټیټ شوی دی.
د کانګرس غړو اندېښنه ښودلې چې دغه پروګرامونه د ښوونځیو، ورزشي سالونونو، حیاتي زېربناوو او د ملکي وګړو د راټولېدو د ځایونو د پېژندلو، د خطرونو د ارزونې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جوړ شوي دي.
دوی د امریکا د جګړې له وزارت څخه غوښتي چې په کوهستک، میناب او لامرد کې په بریدونو کې د امریکا احتمالي رول روښانه او د څېړنو پایلې خپرې کړي.
د کانګرس غړو همداراز پنټاګون ته د اکتوبر تر ۲۶مې، یعنې دوو اوونیو، وخت ورکړی چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره خپلې نوې پالیسۍ تشریح کړي.
