د قرغزستان حکومت د اروپا هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې دغه هېواد باید له افغانستان او افریقايي هېوادونو څخه د ایستل کېدونکو کډوالو کوربهتوب وکړي.
د «قرغزستان ۲۴» شبکې راپور ورکړی چې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر جینبېک کولوبایف پرون (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) د اروپا د دغه وړاندیز د ردولو خبر ورکړی دی.
کولوبایف ویلي، اروپا وړاندیز کړی و چې قرغزستان دې د افغانستان او افریقايي هېوادونو د کډوالو کوربهتوب وکړي او په بدل کې به اروپايي هېوادونه د قرغزستان اتباعو ته د کار زمینه برابره کړي.
د قرغزستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو، دفاع، امنیت او کډوالۍ کمېټې له غړو سره په یوه غونډه کې کولوبایف ویلي، د اروپا دغه وړاندیز په «قاطع ډول» ردوي او ورسره مخالف دی.
د قرغزستان قانونجوړوونکو له بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي وو چې بهر ته د خپلو اتباعو د قانوني کار لپاره د لېږلو په برخه کې د نوي پروګرام په اړه معلومات ورکړي.
کولوبایف ویلي: «قرغزستان نه غواړي د اروپايي هېوادونو د وړاندیز شویو شرایطو پر بنسټ هدفمندې خبرې اترې وکړي.»
هغه زیاته کړې: «که فرصت برابر شي، پرېږدئ چې زموږ اتباع بهر ولاړ شي او کار وکړي؛ خو موږ به د دغو شرایطو په اړه فعالې خبرې اترې ونه کړو.»
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر نه دي روښانه کړي چې کومو اروپايي هېوادونو او د کومو شرایطو له مخې دغه هېواد ته د کډوالو د منلو وړاندیز کړی و.
تر دې وړاندې د جرمني او اتریش حکومتونو هم له ازبکستان سره ورته خبرې کړې وې.
د دغو دوو اروپايي هېوادونو او ازبکستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تاشکند به د اقتصادي ملاتړ په بدل کې، چې د جرمني او اتریش د پانګهوالو راجلبول هم پکې شامل دي، د افغان کډوالو د کوربهتوب لپاره یو کمپ جوړ کړي.
جرمني او اتریش به هغه افغان کډوال لومړی ازبکستان ته وباسي چې د جرمونو د ترسره کولو یا د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د رد کېدو له امله یې په دغو هېوادونو کې د اوسېدو حق له لاسه ورکړی وي. وروسته به تاشکند دغه کسان کابل ته ولېږدوي او طالبانو ته به یې وسپاري.
