د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په شمال کې د افراطي ډلو حضور د پام وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه ډلې هڅه کوي له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا او روسیې پر لور د ګواښونو د پراخولو لپاره کار واخلي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف دغه څرګندونې نن (جمعه، د تلې ۲۴مه) په مسکو کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترکالمنافع او د شانګهای د همکارۍ سازمان د استازو په غونډه کې کړې دي. په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
لاوروف ویلي: «موږ دې واقعیت ته پام لرو چې د شته معلوماتو له مخې، د افغانستان په هغو سیمو کې چې له تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره ګډې پولې لري، ترهګرې او افراطي ډلې د پام وړ حضور لري. دغو سیمو کې یې د روزنې کمپونه او پیاوړې اډې جوړې کړې دي. د دغو ډلو غړي هڅه کوي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ننوځي او په ځانګړي ډول ځانونه د کډوالو او ان سیلانیانو په توګه معرفي کړي.»
هغه زیاته کړې چې د روسیې د استخباراتي ارزونو له مخې، اصلي ګواښ د داعش خراسان څانګې له جنګیالیو سره تړاو لري. د لاوروف په وینا، دغه څانګه په ښکاره هڅه کوي د کابل د حکومت هغه وړتیا کمزورې کړي چې په هېواد کې ثبات وساتي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افراطي ډلې هڅه کوي له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا او روسیې پر لور د ترهګرو فعالیتونو د پراختیا لپاره د یوه مرکز په توګه کار واخلي. هغه د دغو ډلو غړي د منځنۍ اسیا، شمالي قفقاز او اویغوري سیمو له مخینې لرونکو جنګیالیو څخه بللي چې په منځني ختیځ او افریقا کې یې په وسلهوالو جګړو کې تجربه ترلاسه کړې ده.
لاوروف ویلي چې په افغانستان کې روان وضعیت لا هم د سیمې پر امنیت منفي اغېز کولی شي، په ځانګړي ډول که بهرني غیرمسوول لوبغاړي له دې وضعیت څخه د خپلو لنډمهالو موخو لپاره ګټه واخلي؛ هغه موخې چې د ده په وینا، د منځنۍ اسیا او روسیې له ګټو سره سمون نه لري.
هغه د افغانستان د تېرو شلو کلونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې د امریکا او ناټو د نورو غړو هېوادونو لهخوا د افغانستان د اشغال پاتې ناوړه میراث له منځه وړل به ډېر وخت ونیسي.
له افغانستانه د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق په اړه اندېښنه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو او په منځنۍ اسیا کې یې شریکان له افغانستانه د وسلو او نشهيي توکو د قاچاق له ګواښونو سره د مبارزې لپاره ټول ممکن اقدامات کوي.
لاوروف د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت په غونډه کې ویلي: «له افغانستانه منځنۍ اسیا او بیا روسیې ته د وسلو او نشهيي توکو د قاچاق هڅې لا هم روانې دي. روسیه او په سیمه کې یې شریکان باید دغو ننګونو ته هر اړخیز او مناسب ځواب ورکړي او موږ په همدې لاره کې اقدام کوو.»
هغه زیاته کړې چې د وخت په تېرېدو باید په دې برخه کې هڅې لا زیاتې شي. د ده په وینا، روسیه له ټولو منځنۍ اسیا هېوادونو سره همکاري کوي او په ورته وخت کې هڅه کوي چې په کابل کې خپل همکاران هم په دې هڅو کې شامل کړي.
لاوروف ویلي چې روسیه د طالبانو حکومت «یو واقعیت ګڼي چې باید ومنل شي» او زیاته کړې یې ده چې نور هېوادونه هم ورو ورو دې لیدلوري ته نږدې کېږي.
هغه څرګنده کړې چې روسیه په سیاسي کچه خپلې هڅې د کابل له چارواکو او هغو برخو څخه د بهرني ملاتړ پر پیاوړتیا متمرکزوي چې د ده په وینا، د سیمهییز امنیت په ګټه دي.
لاوروف په پای کې ټینګار کړی چې روسیه له دې نظر سره بشپړه موافقه لري چې افغانستان باید یو خپلواک، متحد او سولهییز هېواد وي او له جګړې او نشهيي توکو څخه پاک وي.
روسیه اوس مهال یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
د روسیې چارواکي، سره له دې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګندوي، د دغو ډلو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې هڅې هم یادوي. طالبان بیا وايي چې په افغانستان کې هېڅ ډله حضور نه لري او د دغه هېواد خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد ګواښ نه دی.
پاکستان بیا طالبان د بهرنیو وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورنوي او وايي چې دغه ډلې په سیمه کې د سولې پر وړاندې خنډ دي.
