د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې د نري رنځ (توبرکلوز) د درملنې د بریالیتوب کچه د روان میلادي کال په درېیمه ربعه کې ۹۵.۶ سلنې ته رسېدلې ده.
دغه سازمان نن (دوشنبه، د عقرب ۱۱مه) پر اېکس په یوه پیغام کې ویلي چې د درملنې دغه کچه «له ټاکل شوي هدف څخه لوړه» ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال په جولای، اګست او سپټمبر میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۱۸۵ زره او ۶۲۹ کسان د نري رنځ د تشخیص لپاره معاینه شوي او ۱۳ زره او ۹۱۸ ناروغانو درملنه پیل کړې ده.
دغه پروګرام د ایډز، نري رنځ او ملاریا پر وړاندې د مبارزې د نړیوال صندوق په ملاتړ تمویلېږي او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام لهخوا پلي کېږي.
که څه هم د نري رنځ د درملنې د بریالیتوب کچه لوړه شوې، خو د تېرو کلونو شمېرې ښيي چې افغانستان لا هم د دې ناروغۍ له پراخې ستونزې سره مخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۷۶ زره کسان پر نري رنځ اخته شوي او نږدې ۹ زره او ۹۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي وو.
همدارنګه، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۹ زره او ۵۳۳ ناروغان د نري رنځ د درملنې په پروګرام کې ثبت شوي وو او د درملنې د بریالیتوب کچه ۹۴ سلنه ښودل شوې وه.
