د ننګرهار سرچینې وايي، په روانه اوونۍ کې د جلالاباد ښار او مومندرې ولسوالۍ دوه ځوانان د ډینګي ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، یاد ځوانان څو اوونۍ مخکې د ننګرهار سیمهییز روغتون په انتاني څانګه کې بستر شوي وو، چې یوه یې تېره ورځ (یکشنبه، د لړم ۱۰مه) او بل یې د شنبې په ورځ (د لړم ۹مه) ژوند بایللی دی.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ډینګي ناروغۍ پېښې زیاتې شوې، خو د مخنیوي او درملنې لپاره لازم روغتیايي اقدامات نه دي شوي. دوی خبرداری ورکوي چې د بېړنیو اقداماتو نه ترسره کول به د لوی ناورین لامل شي.
بلخوا، د طالبانو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امینالله شریف وايي، د ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې د پشهخانو وېش پیل کړی او ولسوالیو ته یې ګرځنده روغتیايي ډلې او د درملنې درمل استولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د «آئدس» ماشي له لارې لېږدول کېږي او لوړه تبه، د سر او ملا درد او د بدن دوامداره خارښت یې له نښو څخه دي.
