د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق وايي، چې په پاکستان کې یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له نوې استازې، نوریکو تاکاګي سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
هغه نن (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دواړو لورو «په افغانستان کې د بشري وضعیت، په ساحه کې د شته مهمو ننګونو او د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا پر اهمیت» خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر هم تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې بشري ناورین پراخ شوی او د دغه وضعیت یو لامل له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو له امله رامنځته شوی فشار بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له ۶.۵ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له امله یې په دغه له بحران سره مخ هېواد کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی دی.
