close
Photo: via Flickr.com

برېتانيا: له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نشته

اطلاعات روز: د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د سولې او ثبات د پياوړتیا، د افغانستان خلکو ته د اړينو بشري خدماتو د وړاندې کولو او د امنيت په تړاو ګډو اندېښنو ته د ځواب ويلو په موخه له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نشته.

دې وزارت نن (سې‌شنبه، ۱۸ د تلې) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو حکومت «د افغانستان اوسنی دولت» بللی دی.

د برېتانيا د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي: «د سولې او ثبات د پياوړتیا، د افغانستان خلکو ته د اړين بشري ملاتړ برابرولو او د امنيت په تړاو ګډو اندېښنو ته د ځواب ويلو لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره له تعامل پرته بله لار نشته او دا هغه مهم کار دی چې موږ يې کوو.»

دې وزارت زياته کړې، چې د برېتانيا دولت د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د افغان وګړو په ګډون د هيچا ملاتړ نه کوي چې په افغانستان کې د تروريزم لپاره پلان جوړونه وکړي، غړي جذب کړي او يا يې هم په مالي توګه تأمين کړي او نه هم په دې هيواد کې د تاوتريخوالي له لارې د سياسي بدلون ملاتړ کوي.

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د برېتانيا په قوانينو کې د وسله وال تاوتريخوالي له لارې سياسي بدلون جرم بلل کېږي.

دې وزارت زياته کړې: «هيڅ ډول تاوتريخوالی هم د افغانستان او نړيوالې ټولنې په ګټه نه دی او موږ پر هر ډول تاوتريخجنو بريدونو خواشيني ښيو.»

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت دا اعلاميه له بنده د خپلو څلورو وګړو له خلاصون سره هممهاله خپره کړې.

دې وزارت په يوه بېله اعلاميه کې د برېتانيايي وګړو د ازادېدو هرکلی کړی دی.

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دا څلور تنه د «افغانستان د قوانينو د نقض» له وجې بنديان شوي وو.

د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي «موږ د برېتانوي کورنيو په استازيتوب د افغانستان له اوسنۍ ادارې څخه د دې هيواد د قوانينو د هر ډول تخلف بښنه غواړو.»