close
Photo: via FDPM_AFG

له طالبانو سره د ايران ژمنه: افغانستان کولای شي سر له سبا د وارداتو او صادراتو لپاره له چابهار بندر څخه استفاده وکړي

د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر ایران ته د خپل سفر په دوران کې د دې هيواد په سيستان او بلوچستان کې له چابهار بندر څخه ليدنه کړې ده.

د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستيالۍ دفتر وايي چې برادر چابهار بندر ته د افغانستان د لاسرسي لپاره د اسانتياوو د برابرېدو غوښتنه کړې او ايراني لوري هم ويلي چې افغانستان کولای شي سر له سبا د صادراتو، وارداتو او ټرانزيټ لپاره له دې بندر څخه استفاده وکړي.

د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستيالۍ د دفتر د خبرپاڼې له مخې، عبدالغني برادر له چابهار بندر څخه د ليدنې پر مهال په يوه ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسين مدرس خياباني، په افغانستان کې د ايران له سفير حسن کاظمي قمي، د ايران د ازادو سيمو د سوداګرۍ له مسوول حجت الله عبدالملکي او د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري سره ليدلي او خبرې يې ورسره کړې دي.

د خبرپاڼې په وينا، عبدالغني برادر په دې ليدنه کې له ايراني لوري غوښتي چې د اوږدمهال لپاره په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره په مناسبه بيه يو څه ځمکه ځانګړې کړي تر څو د دې بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زياتېدو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شي.

د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستيالۍ د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ايراني لوري هم د دې ډلې ‎پلاوي ته ويلي چې چابهار بندر ته د افغانستان د لاسرسي لپاره بشپړ چمتووالی لري او دا هيواد کولای شي «سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ټرانزيټ لپاره استفاده وکړي».

د دې دفتر په وينا، د طالب او ايراني چارواکو د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي لپاره او په دې برخه کې د اسانتياوو د چمتو کولو په موخه د دواړو لورو تر منځ توافق شوی دی.

د ايران په سويل ختيځ کې چابهار بندر دا هيواد د عدن خليج او عربي سمندرګي له لارې د هند له اقيانوس سره وصلوي.

ايران، هند او افغانستان د ۱۳۹۵ پر مهال د دې بندر د پراختيا لپاره درې اړخيز تړون لاسليک کړ.

چابهار بندر کېدلای شي د افغانستان لپاره د پاکستاني بندرونو ځایناستی شي چې اوسمهال ترې د صادراتو او وارداتو لپاره استفاده کوي.

د افغانستان پخواني حکومت هم هڅه کوله چې له چابهار بندر څخه په استفادې د پاکستان پر بندرونو خپله اتکا راکمه کړي.

طالبان په داسې مهال کې چابهار بندر ته د لاسرسي هڅې کوي چې له پاکستان سره د دې ډلې اړيکې خړې شوې دي.