close

متقي د برېتانيا د سفارت شارژدافېر ته: د تعامل دروازې د ټولو پرمخ پرانيستې دي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د افغانستان لپاره د برېتانيا د سفارت له شارژدافير رابرټ چاترتن ډيکسن سره په کابل کې د ليدنې پر مهال ويلي، چې دا ډله «د ګاونډ، سيمې او نړۍ له هيوادونو سره ښې اړيکې لري او د تعامل دروازې د ټولو پرمخ پرانيستې دي».

متقي زياته کړې چې دا وضعيت بايد پیاوړی شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد نن سهار (سې‌شنبه، ۲۸ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه د برېتانيا له شاژدافير سره د مقتي د ليدنې خبر ورکړی، چې ډيکسن په افغانستان کې اوسني شرایط د اقتصادي او سياسي مسايلو او بشرپالو مرستو د پراختيا لپاره مناسب بللي او ويلي يې دي چې برېتانيا يو سولييز او باثباته افغانستان غواړي او سياسي موخو ته د رسېدو لپاره تاوتريخوالی په شدت ردوي.

متقي د طالبانو او برېتانيا د اړيکو پر پراختيا او په ځانګړې توګه د سوداګريزې راکړې-ورکړې پر زياتېدو ټينګار کړی او په برېتانيا کې يې د قونسلي خدماتو په اړه د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت دريځ ته اشاره کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت يو څه وخت وړاندې په لندن کې د افغانستان د سفارت قونسلي خدمات چې د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو له لوري مخته وړل کېږي، بې اعتباره اعلان کړل، خو دې سفارت يې په غبرګون کې ويلي و چې قونسلي خدمات يې «د پخوا په څېر» دوام لري.

د ضيا احمد په وينا، د برېتانيا د سفارت شارژدافير د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت له سرپرست په لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي راپور ته اشاره کړې او هغه يې متوازن بللی دی.

متقي هم د دې راپور ډېری موارد مثبت ګڼلي دي، خو د افغانستان د اوسنيو شرایطو لپاره د نوي استازو د ټاکلو په تړاو وړانديز يې مناسب نه دی بللی.

داسې ښکاري چې دلته د ياد شوي راپور موخه د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو ارزونه ده.

د برېتانيا د سفارت شارژدافير د مولوي عبدالکبير په ګډون د طالبانو له نورو چارواکو سره هم د دې راپور په اړه خبرې کړې دي.

سينيرلي اوغلو په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په سپارښتنه د راتلونکو اقداماتو لپاره يوه نقشه کښلې او ويلي يې دي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه د رسميت غوښتونکي دي او د دې کار د ترسره کېدو لپاره اړتيا ده چې نړیوالو کنوانسينونو ته د افغانستان تعهدات ومنل شي او د سياست، قانون جوړونې او عمل له لارې يې د رعايتولو لپاره د حسن نيت اقدامات وشي.

د سينيرلي اوغلو پر دې راپور تر ډېره حده د طالبانو د مخالفينو له لوري نيوکې شوې دي.