اطلاعات روز: په پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په څمکنيو ولسوالۍ کې يو ځوان د «نامعلومو» کسانو له لوري له اختطاف وروسته د چاقو په ګذارونو وژل شوی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې پېښه وړمه ورځ (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) ناوخته د څمکنيو ولسوالۍ اړوند «چنارګي» سيمه کې رامنځته شوې او د «شفي» په نوم ځوان د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د طالبانو پوليسو زياته کړې چې شفي نومی کس د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د کورنۍ غړو يې د څمکنيو محلي مسوولينو ته ويلي، چې دوی له کوم چا سره شخصي دوښمني نه لري.
هيواد کې د مرموزو وژنو پېښې ډیرې شوي، چې ځينې لاملونه يې شخصي دښمني، کورنی تاوتريخوالی او اختطاف بلل شوي دي.