close

کرزی: د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانيستل یوه حياتي مسئله ده

اطلاعات روز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د پوهنتونونو او د خصوصي تحصيلي موسېسو له استادانو سره په ليدنه کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستل یوه حياتي مسئله بللې ده.

د ښاغلي کرزي دفتر ليکلي، چې په دې ليدنه کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو استادانو د دې بنسټونو پر ننګونو بحث کړی او د وضعيت ښه کېدو ته يې د «اړوندو داخلي» او نړيوالو مراجعو په ځانګړې توګه د دوحې د راتلونکې غونډې د پاملرنې غوښتنه کړې.

د کرزي د دفتر په خبرپاڼه کې چې پر ايکس خپره شوې، راغلي چې پخواني ولسمشر دې ته په اشارې چې د هيواد پرمختګ او وده په تعليم او تحصيل تر لاسه کېږي، د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستل حياتي مسئله وبلله.

ده تر دې وړاندې هم د ښځو او نجونو ته د زده کړې پر اجازې ټينګار کړی و، خو طالبانو تر اوسه نه يوازې د کرزي غوښتنې ته پام نه دی کړی بلکې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستنې غوښتنې ته یې هم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

په دې وروستيو کې د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې نجونو او ښځو ته د زده کړې د زمينې برابرولو لپاره د طالبانو د مشر له لوري يوه کميټه ټاکل شوې ده. دې ته ورته ژمنې هغه وخت هم وشوې چې ښوونځي وتړل شول، خو تر اوسه عملي شوې نه دي.