close
Photo: The Express Tribune

د پاکستان په بلوچستان کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل دي

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړی چې د دې هيواد په بلوچستان ايالت کې د دوو چاودنو له کبله لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل دي.

د جيونيوز له راپور سره سم، دا چاودنې نن (چهارشنبه، ۱۸ د سلواغې) د بلوچستان ايالت په «پښين» او «قلعه سيف الله» ولسواليو کې شوې دي.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، په لومړۍ چاودنه کې د پښين ولسواليو په «خانوزۍ» سيمه کې د خپلواک نوماند اسفنديار خان کاکړ ټاکنيز دفتر په نښه شوی دی.

د دې رسنۍ په راپور کې راغلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زيات ژوبل دي.

دويمه چاودنه په قلعه سيف الله کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعيت علماء اسلام له ټاکنيز دفتر څخه دباندې شوې ده.

د جيونيوز له راپور سره سم چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.

تر اوسه هيڅ ډلې او يا هم کوم شخص د دې چاودنو مسووليت نه دی منلی.

دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې سبا په ټول پاکستان کې ټولټاکنې وشي.

په تېرو ورځو کې هم په دې هيواد کې پر ټاکنيزو کمپاينونو ګڼ بريدونه شوي دي.

د پاکستاني رسنيو له راپور سره سم، دې بريدونو په پاکستان کې د ټولټاکنو د امنيت په اړه انديښنې زياتې کړې دي.