اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی چې د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ ګوند او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ پيپلز (خلک) ګوند په دې هيواد کې د ايتلافي دولت جوړولو په تکل دوه نيمو کلونو ته د لومړي وزير د پنځه کلنې دورې د وېشلو پر سر مذاکرات کوي.
جيونيوز نن (دوشنبه، ۲۳ د سلواغې) د باخبره سرچينو په قول راپور ورکړی چې دا موضوع لومړی ځل پرون د دواړو لورو په مذاکراتو کې مطرح شوې ده.
له دې طرحې سره سم، د لومړي وزیر پنځه کلنه دوره به د دواړو ګوندونو تر منځ پر دوه نيمو کلونو تقسيم شي.
جيونيوز ليکلي چې دا ډول طرح د ۲۰۱۳ کال پر مهال په بلوچستان ايالت کې د مسلم ليګ ګوند او د پاکستان د «ملي ګوند» تر منځ هم پلې شوې وه او د دې ايالت وزير اعلی د دوه نيمو کلونو لپاره د مسلم ليګ او د پاتې نورو دوه نيمو کلونو لپاره د ملي ګوند له لوري ټاکل شوی و.
د دواړو ګوندونو تر منځ خبرې د يکشنبې په ورځ په لاهور کې د بلاول بوټو زرداري په کور کې وشوې او دواړو لورو هوکړه وکړه چې په پاکستان کې د سياسي ثبات په موخه به تر ټولټاکنو وروسته همکاري سره کوي. د دواړو لورو تر منځ مذاکرات نن هم دوام لري.
د پاکستان د سرتاسري ټولټاکنو پايلې پرون اعلان شوې چې د دې هيواد هيڅ ګوند پکې د پارلمان اکثريت څوکۍ ونه ګټلې تر څو د دې هيواد راتلونکی پنځه کلن حکومت جوړ کړي.
په دې ټولټاکنو کې مسلم ليګ ګوند د دې هيواد د پارلمان ۷۹ او پيپلز يا د خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ تر لاسه کړې.
د پاکستان د سرتاسري ټولټاکنو له وروستيو پايلو سره سم، خپلواکو نوماندانو چې اکثريتو يې د پخواني لومړي وزير عمران خان ملاتړ درلود، د پارلمان ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي.
څرګنده نه ده چې د ايتلافي دولت د جوړولو په تړاو مذاکراتو کې خپلواک نوماندان څه حيثيت لري.
عمران خان په څو قضيو کې مجرم پېژندل شوی او اوس مهال په زندان کې دی. دی د خپل محکوميت د دورې تر پايه هيڅ دولتي دنده نشي ترسره کولای.