close

د بشر حقونو د فعالانو ټولنې د افغانستان کلتوري ميراثونو ته د يونسکو د پاملرنې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د بشر حقونو د فعالانو ټولنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان کلتوري ميراثونو ته د ملګرو ملتونو د علمي، زدکړييز او کلتوري سازمان (يونسکو) د پاملرنې غوښتنه کړې.

دې ټولنې د يونسکو عمومي منشي ته په يوه ليک کې ليکلي، چې د طالبانو اقدامات يوازې له ټولنې د ښځو شړل، جنسيتي اپارتايډ، د ملکيانو هدفي وژنې او نور جنايات نه دي، بلکې د هيواد پر بډای کلتوري او تاريخي ميراث په ځانګړې توګه پر ژبې، ادبياتو او فارسي ميراث سيسټماټيک بريد کوي.

د بشر حقونو فعالانو د تابلوګانو او انځورونو حذف او د فارسي ژبو شاعرانو د نقاشیو تخريب، د موسيقي الاتو سوځولو، په باميانو کې د بودا د شاوخوا په ګډون د لرغونو ساحو تخريب او کيندنې ته اشاره کړې او ويلي يې دې چې وروستۍ پېښې په ښکاره توګه د طالبانو ويجاړوونکې برنامه ښيي.

د دې ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې داسې اندېښمنوونکي راپورونه خپاره شوي چې طالبان غواړي د افغانستان له زدکړييز سيسټم څخه ازبکي ژبه حذف کړي.

د بشر د حقونو د فعالانو ټولنې ويلي: «موږ د بشري حقونو د مدافع ډلو د استازو په توګه وېره لرو چې د دې اقداماتو دوام زموږ د هيواد کلتوري ميراثونو ته خطر پېښوي.»

دې ټولنې د يونسکو د سازمان له عمومي منشي غوښتي چې د طالبانو د اقداماتو په وړاندې دې په بېړنۍ او پرېکنده توګه خپل مسووليت ادا کړي.

د بشر د حقونو فعالانو ويلي، چې يونسکو دې له ادبياتو، ژبې او فارسي تمدن سره د تړلو سمبولونو او اثارو په ګډون د افغانستان د خلکو د ارزښتونو او کلتوري ميراث او همدا راز د تاريخي او کلتوري شخصيتونو د مقبرو ساتنه وکړي.

دې ټولنې زياته کړې، چې يونسکو دې د يوه بېړني او ضروري اقدام په توګه اعلاميه خپره کړي او د افغانستان د کلتوري ميراث پر خلاف دې د طالبانو اقدامات وغندي.