close

طالبان: هند د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراخېدل غواړي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په چارو کې د هند استازي جي پي سينګ په کابل کې له يو شمېر سوداګرو سره په ليدنه کې ويلي چې هيواد يې د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراختيا غواړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند ضيا احمد تکل نن (جمعه، ۱۸ د کب) د دې ډلې د بهرنيو چارو په وزارت کې له يو شمېر افغان سوداګرو سره د هند د استازي د ليدنې خبر ورکړی دی.

ده پر ايکس ليکلي چې په دې ليدنه کې د اقتصادي او ترانزيټي مسايلو او د افغان سوداګرو لپاره پر ويزو خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې افغان سوداګرو د ويزې په ورکړه کې د اسانتياوو غوښتنه کړې.

د ضيا احمد تکل په وينا، د هند استازي د افغان سوداګرو لپاره د ويزو په ورکړه کې د اسانتياوو د را منځ ته کولو په برخه کې ډاډ ورکړی.

د طالبانو دې وياند زياته کړې چې د هند استازي په دوه اړخيزه سوداګرۍ کې د وارداتو او صادراتو د کچې پر زياتېدو هم ټينګار کړی او ويلي يې دې چې هند د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ وده غواړي.

د ايران په سويل ختيځ کې چابهار بندر افغانستان د عدن د خليج او عرب سمندر له لارې د هند له اقيانوس سره نښلوي.

هند، افغانستان او ايران د ۱۳۹۵ کال پر مهال د دې بندر د پراختيا په موخه درې اړخيزه موافقه لاسيک کړه.

چابهار د افغانستان لپاره د پاکستاني بندرونو بديل کېدلای شي چې اوس مهال ترې د وارداتو او صادراتو لپاره استفاده کېږي.

اوس مهال طالبان دې بندر ته د لاسرسي هڅه کوي او په دې وروستيو کې يې په دې اړه له ايراني چارواکو سره خبرې هم کړې دي.