close
Photo: via CSIS on Flickr

امريکايي قانون جوړوونکی: له طالبانو سره د تعامل وړانديز د افغانستان د خلکو پرمخ د څپیړې ګوزار دی

اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال له طالبانو سره د هر ډول تعامل شونتيا د افغانانو پرمخ د څپیړې د ګوزار په معنا بللی. نوموړي د افغانستان خلک د طالبانو د رژيم قرباني ګڼلي دي.

مک کال دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت د شارژدافيرې کرن ډيکر هغه پيغام ته په غبرګون کې کړي، چې ويلي يې و د افغانستان د مدني ټولنې غړي «د سياسي لار نقشې او له طالبانو سره د تعامل» ملاتړ کوي.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې پر ایکس په خپله پاڼه د مک کال په وينا ليکلي: «دا حکومت (د بايډن حکومت) بايد په هيڅ ډول شرایطو کې هم بايد له طالبانو سره تعامل ته هڅونه ونه کړي»

د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافيرې د مارچ پر اتمه د ترکيې په استانبول کې له يو شمېر افغان وګړو سره د ليدنې خبر ورکړی او ليکلي يې و چې د مدني ټولنې استازې د ملګرو ملتونو په مشرۍ له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د بيا يو ځای کېدو د بهير قوي ملاتړ کوي.

نوموړې پر ایکس په خپله پاڼه ليکلي: «دلته زيات استعداد او انرژي چمتو ده تر څو د سياسي لار نقشې او له طالبانو سره د تعامل ملاتړ وکړي. افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو ټولو خلکو ته اړتيا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د معترضو ښځو په ګډون د ښځينه حقونو فعالانې له طالبانو سره پر نه تعامل ټينګار کوي.

يو شمېر فعالان په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په خاطر محکمې ته د طالبانو د راکشولو غوښتنه کوي.

د دوه نيمو کلونو تر تېرېدو وروسته لاهم هيڅ هيواد طالبان په رسمي توګه په رسيمت نه دې پېژندلي. که څه هم د سيمه‌ييزو هيوادونو په ګدون يو شمېر هيوادونو له طالبانو سره ډيپلوماټيکې اړيکې ساتلي، خو د دې ډلې د رسميت او مشروعيت په اړه يې رسما څه نه دي ويلي.