close

عبدالله: هيله لرو چې په نوي کال کې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانيستل شي

اطلاعات روز: د هيواد د پخواني حکومت د سولې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هيله ښوولې ده چې په نوي تعليمي کال کې به د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې د نجونو په وړاندې پرانيستل شي او ښځو ته به د کار زمينه برابره شي.

ښاغلي عبدالله نن (سې‌شنبه، ۲۹ د کب) ماښام د نوروز او نوي لمريز کال د را رسېدو په مناسبت په خپاره کړې پيغام کې دا موضوع مطرح کړې ده.

د ښاغلي عبدالله په پيغام کې راغلي: «هيله لرو چې په نوي تعليمي کال کې به د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې د نجونو په وړاندې پرانيستل شي او د هيواد باعزته مېرمنو ته چې زموږ نيمه ټولنه جوړوي، د کار زمينه برابره شي.»

ده همدا راز وويل چې په تأسف سره زموږ خلګ په ځانګړې توګه راستانه شوي کډوال په تېر ژمي کې له زياتو ستونزو سره مخ شول او زموږ په ميليونونو هيوادوال تېر کال له فقر او بې‌کارۍ سره لاس او ګرېون و.

په پخواني حکومت کې د ملي پخلاينې د عالي شورا رييس نوروز يو «لرغونی جشن» بللی او هيله يې ښوولې ده چې نوروز او پسرلی به چې تل د نويو افکارو او کړنو زېری راوړي او د راتلونکې لپاره نوې پرېکړي کوي، له مثبتو بدلونو سره مل وي.

د افغانستان نوی تعليمي کال له راتلونکې اونۍ پيلېږي او پر له پسې درېيم کال دی چې تر شپږم ټولګي لوړې نجونې طالبانو ښوونځيو ته له تلو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او زده کړيیز سازمان (يونيسکو) د شمېرنو پر اساس د نجونو په وړاندې د ښوونځيو تړل کېدل د دې لامل شوي دي چې تر ۱.۲ ميليون زياتې نجونې له زده کړو پاتې شي.

طالبانو همدا راز د پوهنتونو او خصوصي زدکړييزو مرکزونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړلې دي.