اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې د افغان وګړو د ويستلو لپاره د پاکستان برنامې ډېری کسان له خطر سره مخ کوي.
دې سازمان تېره شپه (دوشنبه، ۶ د وري) په يوه پيغام کې پر ايکس په خپله پاڼه له نړيوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې او بيا ميشتيدنې قضيې دې چټکې کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولته هم غوښتي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو ډلييزه شړنه دې ودروي او له نړيوالو بشري حقونو سره سم دې د پناه غوښتونکو د حقونو ساتنه وکړي.
پاکستان پرېکړه کړې چې د اپريل له ۱۵مې د افغان وګړو د ايستلو دويمه مرحله پېلوي.
د پاکستانۍ رسنيو له راپور سره سم، په دې مرحله کې «د افغانستان د تابعيت کارډ لرونکي» (ای سي سي) ايستل کېږي.
له راپورونو سره سم، د دې کارډ له لرونکو غوښتل کېږي چې لومړی په داوطلبانه توګه افغانستان ته ولاړ شي، که نه نو وبه نيول شي او يا به هم وشړل شي.
د پاکستاني رسنيو له راپور سره سم، د بهرنيو وګړو د ايستلو تر دويمې مرحلې وروسته د پي او آر (د اقامت د اثبات) کارډ لرونکي شړل کېږي.
پاکستان د تېر کال په وروستيو کې د افغانستان د بې اسناده کډوالو د ايستلو لړۍ پېل کړه. ويل کېږي چې تر اوسه تر نيم ميليون زيات وګړي له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.