close
Photo: gmic

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي

اطلاعات روز: د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د طالبانو د رییس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې د ښځو پر کار او زده کړو د دغې ډلې د محدوديتونو د لېرې کیدو غوښتنه کړې.

طالبانو پر افغانستان تر ولکې وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولي او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حاکمیت په دې دریو کلونو کې، د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ د هېوادونو له ټینګار سره سره، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو ته د درناوي ترڅنګ دې د زده کړو او کار اجازه هم ورکړي، خو طالبان بیا له خپل دریځه نه دي شا شوي او لا یې محدودیتونه سخت کړي دي.

د اسلامي همکاريو د سازمان استازي د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په خبرو کې د نجونو زده کړې د اسلامي هېوادونو لپاره مهمې بللي او ویلي یې دي، چې دغه هېوادونه له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د اسلامي همکاریو د سازمان د استازي دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز په ویب پاڼه کې خپره شوې.

نوموړي پرون (یکشنبه، ۲ د غويي) په کابل کې له مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز د خبرپاڼې له مخې طارق علي بخیت افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي سفر له طالبانو سره د دغه سازمان د ښه نیت او ښو اړیکو نښه بللې.

هغه زیاته کړې، اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دي.

د هغه په ​​وينا، افغانستان ته د دغه پلاوي د لېږلو موخه په دغه هېواد کې د لومړيتوبونو معلومول دي.

طارق علي بخیت زیاته کړې، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نه لري، بلکې هڅه کوي چې «له افغانانو سره د مرستې او له نړۍ سره د افغانستان د تعامل لپاره زمینه برابره کړي».

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي د «داعش پر وړاندې د مبارزې او د دغې ډلې د ځپلو» په برخه کې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې په ځینو مواردو کې اندېښنې لري باید د حل لپاره یې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې دغې ډلې په څه کم دریو کلونو کې په افغانستان کې داعش له منځه وړی او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

نوموړی دا ادعا په داسې حال کې کوي، چې دوه شپې وړاندې داعش د کابل ښار په لوېدیځ کې د یوې چاودنې مسوولیت ومانه.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د دغې ډلې رژيم «بشپړ اسلامي او خپلواک نظام» بللی او ويلي یې دي، چې دغه ډله له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې: «موږ له اسلامي هېوادونو سره دیني، فرهنګي، تاریخي او سیاسي مشترکات لرو او هېله لرو چې د یادو مشترکاتو د پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»

هغه د اسلامي هېوادونو له پانګوالو غوښتي چې له شته فرصته په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د دغې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي همکاریو د سازمان له پلاوي سره په کتنه کې زیاته کړې چې د طالبانو د مشر د حکم له مخې په بدو کې د نجونو ورکول، له ميراث څخه د ښځو بې برخې کول او جبري ودونه منع شوي او دا حکم اوس د تطبيق په حال کې دى.

د طالبانو د حاکمیت په تېرو نږدې دریو کلونو کې د جبري ودونو پېښې ثبت شوي. په ځینو مواردو کې، پخپله د طالبانو غړي په دې تورن شوي چې نجونې په زور واده کوي.

د طالبانو د رییس الوزار سیاسي مرستیال ادعا کړې چې دغه ډله د ښځینه مامورینو او ښوونکو معاشونه ورکوي او دوی له دندو نه دي ایستل شوي. خو د رپوټونو او معلوماتو له مخې، د دولتي ادارو څخه ډیری ښځینه کارکونکې له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې زیاتره د طالبانو غړي ګمارل شوي دي.