close
انځور: استول شوی

د ځمکې ورځ؛ کيرن ډيکر: افغانستان له اقليمي بدلونو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيرې کيرن ډيکر د «ځمکې د ورځې» په مناسبت ويلي چې افغانستان له اقليمي بدلونو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.

د امريکا د سفارت شاژدافيرې نن (دوشنبه، ۳ د غوايي) تر ماشپين وروسته پر ايکس په يوه پيغام کې ويلي چې «د ۲۰۲۴ کال د ځمکې نړيواله ورځ موږ ته را يادوي چې د ځمکې ژغورل زموږ د ټولو دنده ده.»

دې زياته کړې چې له اقليمي بدلونو سره د مبارزې په برخه کې واړه اقدامات د لويو بدلونو لامل کېږي.

اغلې ډيکر ټينګار کړی: «راځئ يو ځای د ويجاړوونکو اقليمي اغېزو د معکوسولو او غوره راتلونکې جوړولو لپاره هڅې وکړو. که موږ خپل مسووليت ادا نه کړو، نو څوک به يې [کوي]؟»

د ملګرو ملتونو سازمانونو هم د ځمکې د ورځې په مناسبت په کابل کې د دې سازمان په دفتر کې ونې کېنولې دي.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي برنامې پر ايکس په دې اړه په خپاره کړي پيغام کې ويلي: «موږ د خپلې سيارې د خونديتوب او د زرغون راتلونکې لپاره اقدام کوو.»

هر کال د اپريل ۲۲ يا هم د غوايي د مياشتې درېيمه د ځمکې په نيمايي  شمالي کره کې د ځمکې د نړيوالې د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

په دې ورځ ملګري ملتونه او هيوادونه د چاپېريال د ساتنې پر ارزښت او له اقليمي بدلونو سره پر مبارزې ټينګار کوي.