close
انځور: پژواک خبري اژانس

فراه او بامیان کې د دوو ترافیکي پیښو له امله دوه تنه مړه شول

اطلاعات روز: فراه او بامیان ولایتونو کې د دوو ترافیکي پیښو له امله یو نارینه او یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی.

فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې نن (دوشنبه، ۳ د غویي) د دې ولایت فراهرود ولسوالۍ کې د یو لوکسل او ټیلر موټر د ټکر له امله د لوکسل موټر چلونکی مړ شوی دی.

فراه کې ځایي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مهال بامیان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې د دې ولایت د يکاولنګ لومړی نمبر ولسوالۍ اړوند «شاطو کوتل» سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یوه ښځه مړه شوې.

دغه دفتر زیاتوي، چې یاده سیمه کې نن سهار یو رونیکس ډول موټر له سړک اوښتی او په کې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د پورته دواړو ترافیکي پیښو د لامل په اړه طالب چارواکو او ځایي سرچینو څه نه دي ویلي.

خو، په هیواد کې د ډیری ترافیکي پیښو اصلي لاملونه خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.