اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې د ورښتونو له امله په يو کور کې د خونې چت پرېوتی چې له امله يې څلور تنه مړه او دوه تنه ټپیان شوي دي.
په دغه ولايت کې ځايي سرچينې وايي، ياد پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۳ د غویي) د مرکز پل عالم اړوند د پادخواب شانې سيمې په «ميدانک» کې رامنځته شوې.
د سرچينې په حواله پېښه کې دوو ښځو او دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور په کې ټپيان شوي دي.
د ټپيانو د روغتيايي وضعيت په اړه تر اوسه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
دا پېښه لوګر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکو هم تاييد کړې ده.
له دې شاوخوا اونۍ وړاندې د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې هم د يوې خونې چت پرېوتی و، چې په کې يوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي وو.
وروستيو ورښتونو د لوګر سربېره د هيواد په زياتره ولايتونو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زيانونه اړولي او لسګونه کورنۍ يې بې سرپناه کړې دي.