close

د بشري حقونو د وضعيت په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کلنی راپور: په افغانستان کې د بشري حقونو ناقضين خوندي دي

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو د وضعيت په اړه په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې «د قانون حاکمیت په تړاو پراخه بې غوري او دهغو کسانو لپاره چې د بشري حقونو څخه د سرغړونو مسوول دي رسمي معافیت» شتون لري.

دا راپور چې پرون (دوشنبه، ۳ د غويي) خپور شوی د تېر ۲۰۲۳ کال پر مهال یې د بشري حقونو وضعيت راخيستی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د ټول کال په جریان کې چې کومو احکامو زده کړو او بوختياوو ته د ښځو لاسرسی کم کړی، د ښځو حقونه ورسره په پام وړ کچه بدتر شوي او له امله يې د ښځو فعاليت د کور تر کارونو محدود شوی دی.

د دې وزارت په وينا، د ښځو د کار او يا هم زده کړو په اړه د طالبانو هيڅ فرمان نه لغوه شوی او نه هم ځنډېدلی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په راپور کې راغلي چې طالبانو داسې فرمانونه ورکړي چې د افغانستان له قوانينو او له نړيوالو کنوانسينونو سره د دې هيواد له تعهداتو سره په ټکر کې دي.

په دې راپور کې وژنه، سخت جسمي کړاو، د ښځو د ژوند سخت او ګواښوونکي شرایط، غير عادلانه نيونې او انسان تښتونې، ورکېدل، په خصوصي حريم کې خپلسرې او غير قانوني لاسوهنه او د احتمالي تخلفاتو لپاره د کورنۍ د يوه غړي مجازات د بشري حقونو د نقض د مواردو په توګه ياد شوي دي.

همدا راز په وسله والو نښتو کې د طالبانو او داعش له لوري له ماشومانو غير قانوني استفاده، د بيان او رسنيو پر ازادۍ جدي محدوديتونه، د خبريالانو نيول او د هغوی سره زور زیاتی او د انټرنيټ د ازادۍ سانسور او محدودول د بشري حقونو د نقض هغه نور موارد دي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې ذکر شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د قومي او مذهبي ډلو (هزاره، سيک، شيعه، سلفي، احمدي، هندو او مسيحي) غړي له تاوتريخوالي او ګواښ سره مخ دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په راپور کې راغلي چې د طالبانو غړو يو شمېر افراد د افغانستان له پخواني دولت سره د تړاو په تور وژلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې داسې ګڼ راپورونه شته چې ښيي طالبانو او د داعش غړو خپلسرې او غير قانوني وژنې کړي او ډېری قتلونه د پخواني دولت له چارواکو څخه د انتقام اخيستنې پر اساس وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې داعش خراسان ډلې طالبان په هيواد کې د ثبات د تضعيفولو په موخه په نښه کړي دي.

همدا راز داعش ډلې په پراخه توګه د شيعه هزاره ټولنې وګړي په نښه کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې داسې کره راپورونه شته چې ښيي طالبانو په پنجشېر او بغلان ولايتونو کې ملکي وګړي په خپلسرې توګه وژلي او هغه ټولنې يې په ډلييزه توګه مجازات کړي چې هلته د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په نوم د دې ډلې وسله وال مخالفين فعال دي.

«د هزاره قوم تاريخ پای ته رسېدلی دی»

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په راپور کې راغلي چې د طالبانو له لوري له خپلو ځمکو د هزاره کورنيو د جبري شړلو په تړاو زيات راپورونه شته دي.

د راپورونو پر اساس، د اګست مياشتې پر مهال په ارزګان ولايت کې د هزاره ګانو کورونه سوځول شوي، د مېوو ونې يې غوڅې کړای شوي او ځمکې يې نیول شوې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې د يوه هزاره مشر له خولې ويل شوي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د ارزګان په يوه کلي کې لږ تر لږه ۱۳ تنه هزاره اوسېدونکي په دې موخه وژل شوي چې هغوی له خپلو ځمکو او کورونو څخه وشړل شي.

په دې راپور کې راغلي چې وسله والو کوچيانو د اکتوبر مياشتې پر مهال د باميانو په ورس ولسوالۍ کې د يوه دولتي ښوونځي ونې په دې موخه وهلي چې يوه پراخه ځمکه چې د نجونو او هلکانو ښوونځي، يو د زراعت ښوونځی او يو بازار پرې جوړ دي، لاندې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په راپور کې راغلي چې کوچيانو د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي ګواښلي او د دې ښوونځيو اوسېدونکو ته يې ګوت څنډنه کړې چې په هيواد کې د هزاره قوم تاريخ پای ته رسېدلی.