close
Photo: @QaharBalkhi

چين د واخان دهليز د پرانیستنې لپاره له طالبانو سره پر خپلې همکارۍ غور کوي

اطلاعات روز: د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د چين سفير جاو شينک د دې وزارت له سرپرست امير خان متقي سره په ليدنه کې ويلي چې هيواد يې د واخان دهليز د پرانیستنې لپاره له طالبانو سره د همکارۍ امکانات او لارې – چارې ارزوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې پر اساس، د چين سفير نن (سې‌شنبه، ۴ د غوايي) په دې ليدنه کې ويلي چې دوی هڅه کوي له طالبانو سره نژدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې ليدنه کې له چين سره د دې ډلې د اړيکو پر پراختيا خوښي څرګنده کړې.

ده زياته کړې چې طالبانو د پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه را منځ ته کړي او «د چين د خلګو جمهوريت ته د جلغوزې او انارو د صادراتو زياتوالی او په مسک عينک، واخان دهليز او ځينو نورو سيمو کې پانګونې» يې ښې بېلګي دي.

د بدخشان په واخان کې د ۵۰ کيلوميټره جادې چې افغانستان له چين سره نښلوي، د رغولو چارې په تېر حکومت کې پيل شوې وې خو بشپړې شوې نه وې.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د دې لارې کار له سره پيل کړی او په دې وروستيو کې د بدخشان لپاره د طالبانو والي اعلان کړی و چې دا پروژه به ژر بشپړه شي.

وروسته تر دې چې د واخان دهليز د پرانيستنې لپاره د طالبانو د هڅو په تړاو راپورونه خپاره شول، يوې چينايي رسنۍ وليکل چې چين د ترهګرو او وسلوالو بېلتون غوښتونکو په تړاو د امنيتي اندېښنو له وجې له افغانستان سره د ځمکني وصل په تړاو محتاط دی.

«چاینا مورنینګ پست» ليکلي و چې چين واخجير لار چې د افغانستان د وسلوالو او په سين کيانګ کې د اويغور وګړو تر منځ ده، له تروريزم سره د مبارزې د لومړۍ کرښې په توګه پېژني.

دې رسنۍ ويلي و چې اوس مهال د واخان دهليز په ختيځ لوري کې پر واخجير لارې ګزمه کوي، چيرته چې نوې رغيدلې لار واقع ده.