close

ارزګان کې د نویو زده کوونکو د جذب پروسه بنده شوې

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، په روان ښوونیز کال کې د نویو زده کوونکو د جذب امکانات په لاس کې نه لري او نه شي کولای ټول ماشومان ښوونځیو ته جذب کړي.

په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوي شمس الله کامران اخوندزاده وایي، د ښوونځیو، ښوونکو او تدریسي امکاناتو د کمښت له کبله یې د نویو ماشومانو د جذب پروسه بنده کړې.

نوموړی زیاتوي، چې سږ کال یې د ۱۰ څخه تر شل زره پورې نوي ماشومان ښوونځیو ته جذب کړي، خو په وینا یې چې لاهم دغلته شاوخوا ۸۰ زره په شرایطو برابر ماشومان له زده کړو بې برخې او په شته ښوونځیو کې نور د جذب امکانات نه لري.

د اخوندزاده په خبره، چې یاده موضوع یې د وزارت سره شریکه کړې او هېله لري چې ژر تر ژره حل او په دې ولایت کې ټولو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

ورته مهال ارزګان کې عام خلک هم شکايت کوي، چې سږ کال د دوی د ماشومانو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

د ارزګان عام اوسیدونکي د طالبانو له مسوول چارواکو غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې د زده کړو په برخه کې شته ستونزې هوارې او د دوی ماشومان په ښوونځیو کې جذب کړي.

یاده دې وي، چې په ارزکان کې دا مهال په ۲۵۸ ښوونځیو کې نږدې ۷۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.