اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو پولیس وایي، چې د کابل–جلال اباد پر لویه لار یوې ترافیکي پیښه کې پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
د کابل امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې دغه پیښه د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه کې له غره سره د یو کرولا ډوله موټر د ټکر له امله شوې.
ځدراڼ تېره شپه (چهارشنبه، ۵ د غویي) ۱۲:۰۰ بجې د دې پیښې په اړه خبر ورکړی، خو د پیښې وخت یې نه دی ذکر کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې ترافیکي پیښه کې پنځه تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی، چې په وینا یې ټپي د سروبي ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوی.
هغه د ټپي د روغتیایي حالت او د دې پیښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
په سیمه کې یوې سرچینې وویل، چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې.
د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې د موټر چلوونکو تیز تګ، د سړک تنګوالی او د ټرافیکي قوانینو نه مراعات بلل کېږي.
