close
Photo: via Indypersian

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو هزاره ګان اړ کړي چې په شل کلنو پخوانيو قضيو کې کوچيانو ته غرامت ورکړي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه په خپل کلني راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د ځمکې او څارويو پر سر پرېکړي طالبانو د کوچيانو په ګټه کړې دي چې په قومي لحاظ پښتانه دي او هزاره ګان يې اړ کړي چې د کوچيانو د هغو ورکو شويو څارويو غرامت ورکړي چې شل کاله وړاندې ورک شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان دا راپور تېره ورځ (سې‌شنبه، ۴ د غوايي) خپور کړی او په هغه کې يې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د افغانستان په شمول د نړۍ په ۱۵۵ هيوادونو کې د بشري حقونو وضعيت ارزولی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې همدا راز په دې کال کې پر هزاره ګانو د کوچيانو له لوري د بريد پېښې هم شوې دي.

په دې راپور کې د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ او په غور او هرات ولايتونو کې د هزاره ګانو ځنځيري وژنو ته هم اشاره شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي: «د هزاره ګانو له وهلو او د نقليه وسایلو، کورونو او کرنيزو توليداتو په شمول د هغوی د مالونو له ويجاړولو سره-سره د [۲۰۲۳] د جون او اګست مياشتو تر منځ شپږ هزاره ګان د ارزګان ولايت په خاص ارزګان سيمه کې وژل شوي دي.»

دې بنسټ زياته کړې چې «د دې جناياتو په تړاو له مجازاتو څخه د مصوونيت په تړاو اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي».

د دې بنسټ د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر مياشتې پر مهال هم په غور کې د لعل و سرجنګل او دولت يار ولسواليو تر منځ دوه هزاره سړي ووژل شول او په نومبر او ډسمبر مياشتو کې هم په هرات کې د مذهبي مشرانو په شمول د هزاره سړو د وژنې څو راپورونه خپاره شول.

دې بنسټ په خپل راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال له هزاره ګانو پرته ازبکان، ترکمنان او تاجيکان هم څنډې ته شړل شوي او له خپلو کورونو او ځمکو له جبري شړنې سره مخ وو.

د بښنې نړیوال سازمان زياته کړې چې له راپورونو سره سم، په افغانستان کې د بلوڅ ټولنې غړي هم نيول شوي او په زور ورک شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان په خپل راپور کې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې ديني او عقيدوي ازاديو ته هم کتنه کړې او ويلي يې دې چې شیعه، سيک، هندو، مسيحي، احمديه او اسماعيليه ډلې لا هم څنډې ته کېږي او له تعصب او تبعيض سره مخ وې.

په دې راپور کې راغلي چې طالبانو د امنيتي دلايلو له وجې د محرم د لسمې د ويرجنو پر مراسمو چې تر ډېره د شيعه ګانو له خوا جوړېږي، محدوديتونه لګولي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۲۸ د عاشورا د ورځې د ويرجنو د شيندلو لپاره طالبانو ډزې وکړې چې له امله يې د يوه ماشوم او يوې ښځې په شمول څلور شيعه ګان ووژل شول او شپږ تنه نور ژوبل شول.

د بښنې نړيوال سازمان په دې راپور کې د افغانستان د وګړو پر اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو او د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو محدوديتونه او همدا راز بريدونه او غير قانوني وژنې، علني مجازات، د بيان ازادي او ټولنيزې ازادۍ، د همجنس غوښتونکو او د بشري حقونو د مدافعينو وضعيت، د داخلي بې ځايه شويو او پناه غوښتونکو حقونه او له مجازاتو څخه معافيت هم ارزولي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو له لوري محدوديتونو، غير قانوني وژنو او خپلسرو نيونو لا هم دوام درلود او په دې هيواد کې له مجازاتو څخه د معافيت فرهنګ لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال عدالت  ته د افغانستان د وګړو لاسرسی په شدت محدود شو ځکه چې طالبانو پخواني قوانين وځنډول او يا يې هم لغو کړل او د هغو پر ځای يې له شرعي قوانينو څخه يو محدود تفسير وړاندې کړ.

همدا راز دې بنسټ ويلي چې طالبانو قضايي او حقوقي متخصصين ګوښه کړي او د هغوی پر ځای يې د خپلې خوښې کسان ځای پر ځای کړي دي.

طالبان پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهيسې په پراخه توګه د بشري حقونو په نقض او د «جنسيتي اپارتايډ» په پلي کولو تورن دي.

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض ته د رسيدګۍ لپاره دې يو خپلواک ميکانيزم را منځ ته کړي چې د احتمالي جنايي رسيدګۍ په موخه شواهد راټول او خوندي کړي.