اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چودري ويلي چې د افغانستان له خاورې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د استفادې په اړه «داسې شواهد شته چې انکار ترې نشي کېدلای».
د جيونيوز له راپور سره سم، د پاکستان د پوځ وياند نن (سېشنبه، ۱۸ د غوايي) ويلي چې ټي ټي پي خپل بريدونه د افغانستان په خاوره کې دننه پلانوي.
ده زياته کړې چې په پاکستان کې د وروستيو بريدونو ريښه په افغانستان کې موندل کېږي.
د پاکستان پوځ ټينګار کړی چې دا هيواد به د ټي ټي پي د غړو د ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم بيا-بيا ويلي و چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پناهځايونه لري او خپل بريدونه له همدې هيواد څخه تنظيموي.
په وروستي ځل له تروريزم سره د پاکستان د مبارزې ادارې ويلي و چې د دې هيواد په خيبرپښتونخوا ايالت کې پر چينايي وګړو بريد کوونکي او په دې بريد کې کارول شوی موټر، له افغانستان څخه راوړل شوي وو.
طالبان د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د بل هيواد پر خلاف د افغانستان خاوره وکاروي.
طالب چارواکو بيا-بيا پاکستاني چارواکي تورن کړي چې په خپل هيواد کې په امنيت راوستلو کې ناکام دي او ويلي يې دې چې اوس دا ناکامي پر دې ډلې ور اچوي.