close

کندهار کې درې نجونې په اوبو کې ډوبې شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې درې نجونې د اوبو په یو چېک ډیم کې ډوبې شوي، چې دوه یې مړې او یوه یې ژغورل شوې.

دوی زیاتوي، یادې نجونې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۷ د غویي) د ارغستان ولسوالۍ د درېیمې حوزې اړوند «پوڅي» کلي کې د اوبو په یو تازه جوړ شوي چېک ډیم کې ډوبې شوې دي.

طالب پولیس وایي، د مړو شویو نجونو عمرونه ۱۲ او ۱۴ کلونو ته رسیدل او دغه تازه جوړ شوي چېک ډیم ته د خپلې کورنۍ سره په چکر راوتلې وې.

یاده دې وي، چې د روان کال په نږدې دوو میاشتو کې کندهار کې د ماشومانو په ګډون نهه کسان په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.