close
Photo: Tasnim

درانی: هند شاوخوا ۳۵ ميليارد روپۍ د تحریک طالبان پاکستان د فعال ساتلو لپاره لګوي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې هند شاوخوا ۳۵ ميليارد هندۍ روپۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعال ساتلو لپاره لګوي.

ښاغلي دراني نن (سې‌شنبه، ۱۸ د غوايي) د «اسلام اباد د سيمه‌ييزو مطالعاتو د مرکز» په يوه غونډه کې ويلي چې هند په افغانستان کې د خپلو نيابتي افرادو له لارې د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کوي.

ده لومړی په دې غونډه کې ويلي و چې هند د افغانستان د طالبانو له لارې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو پر ايکس يې خپلې څرګندونې اصلاح کړې دي او ويلي يې دې دا مالي ملاتړ په افغانستان کې د هند د نيابتي افرادو له لوري ترسره کېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان ځانګړي استازي ويلي و چې په افغانستان کې د هند د نيابتيانو له لوري د تحريک طالبان پاکستان مالي ملاتړ کېږي.

ده د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې پر مهال د پاکستان د سولې مطالعاتو د انسټيټيوټ په يوه غونډه کې ويلي و چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان له پنځو تر شپږو زرو غړي ژوند کوي او «که د هغوی د کورنۍ غړي هم محاسبه کړو، دا شمېر ۷۰ زرو تنو ته رسېږي».

ده زياته کړه چې څرګنده خبره ده چې د افغانستان طالبان نشي کولای د دومره شمېر کسانو لګښت پرې کړي او حتما د هغوی لګښت له بله ځايه ورکول کېږي.

ښاغلي دراني وويل چې پاکستان داسې شواهد لري چې ټي ټي پي د افغان نيابتيانو له لارې له هنده پيسې تر لاسه کوي.

پاکستاني چارواکو بيا-بيا دې ته ورته څرګندونې کړې او په افغانستان کې يې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د پناهځايونو په وړاندې اقدام وکړي او د دې ډلې مشران پاکستان ته وسپاري.

خو طالبان په افغانستان کې د دې ډلې د رهبرانو شتون ردوي او وايي چې هيڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هيواد پر ضد استفاده وکړي.